شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

 عبدالباری عارض

لنډه یادونه

قدرمنو ډیر ژر به د مرحوم محمد هاشم میوندوال سیاسی دکتورین په پرله پسی ډول په څو څپرکو کی وړاندی کړل سی خو اړینه ده وړاندی تر هغه یو ځغلنده معلومات د تیرو وختونو ولرو ترڅو د وخت مقتضیات، شرایط، سطح د سیاسی مبارزو او نور اړوند مسایل په نظر کی نیول سوی د مرحوم میوندوال سیاسی دکتورین مطالعه سی دا اړین معلومات به په څو برخو کی وړاندی سی. و من الله توفیق

د مقالی لومړۍ برخه:

افغانستان دا څلور لسیزی د جګړی په لمبو کی سوځی؟

ایا دا جګړی زموږ زیږنده ده او که تپل سوی پدیده ده؟

د دی جګړی سیمه ایزه او نړیوال تمویل کونکی او کورنی لو بغاړی څوک دی؟

د دی جګړی د دوام لپاره د افغانانو د کومو کمزوریو څخه ګټه پورته سویده

دی سوالو او ورته نورو سوالو ته ځواب  ژوری څیړنی او کتنی ته اړتیا لری تر څو مطلب له څو اړخونو و څیړل سی

 د دوهمی نړیوالی جګړی را پدی خوا جهان پر دوه عمده اړخونو وویشل سو چی یو اړخ د سرمایه دارۍ نظام د امریکا په مشری او بله اړخ د روسیی په مشری سوسیالیستی نظام وبلل سوه  چی د دی تقسیم بندۍ په پایله کی د دفاع په نوم دوه ستر پوځی تړونونه د ناټو او وارسا(ورشو )په نومونو یو د بل په وړاندی رامنځته سول او د هغه تر څنګ د اقتصادی او تخنیکی خوځښتونو نوی لړۍ په رقابتی ډول پیل سوه

نړیوالی جګړی هیوادونو ته وښودل چی هر وخت هر هیواد کیدای سی په جګړو کی ښکیل سی نو ځکه هر هیواد د ځان د ساتنی په موخه په عموم کی پر دو برخو تمرکز وکړ یو استخباراتی پیاوړتیا دوهم پوځی ځواکمنی

بد بختانه استخباراتو په نړۍ کی دومره سریع پراختیا وموندل چی سیاست یا دیپلوماسی یی تر اغیزی لاندی راوستل نو ځکه په نړۍ کی دیپلوماتیکی څانګی لکه سفارتونه په استخباراتی مرکزونو بدل سول او تر څنګ یی په پوځی برخه کی هر هیواد تر خپل توان پوری هڅی وکړی چی ځواکمن سی په دی ډول په دواړه برخو کی پانګه ولګول سول ان تر دی چی د بشر د سوکالی او ارامتیا پانګه پر جګړه ایزو پراختیاو ولګول سوی

څومره چی تکنالوژی مخته تلل په هغه اندازه په پوځی او استخباراتی برخو کی پراختیاوی را منځته کیدل ان تر دی چی سترو هیوادونو د پانګی او تکنالوژی په مټ هڅی وکړی چی کوچنی هیوادونه تر خپل اغیز لاندی راولی دا هڅی د مختلفو دلایلو پر بنسټ تر سره کیدۍ، کله کوچنیو هیوادو د سرشاره  منابعو له امله د سترو هیوادو پام ځانته را اړاوه او ځینو نور هیوادونه د خپل ستراتیژیک اهمیت له کبله د پام وړ وګرځیدل خو په مجموع کی دا لویه سیالی د دو بلاکو،  ناټو او وارسا یا سرمایه داری او سوسیالستی سیسټمونو تر منځ انکشاف وموند،  له بده مرغه زموږ هیواد د زمانی د مقتضیاتو پر بنا د دغه سیالیو په محور کی واقع سو هیره دی نه وی چی د دی سیالیو د چټکتیا په لاره کی افغان مفسدو کړیو او مزدور مشربه افرادو د بهرنیو یرغلګرو سره پوره ملګرتیا وکړه او په افغان وژنه او د هیواد په ورانیدو کی یی مهمه ونډه واخیستله

اوس مرکزی ټکی ته د مطلب چی زموږ هیواد دی پام را اړو.

د روسی ښکیلاک رانیولی بیا تر امپریالیستی اشغال پوری لوی ناورینونه زموږ پر ولس وتپل سوه.

روسانو و تودو اوبو ته د رسیدو په ارمان زموږ د کورنی مزدورانو په همکاری پر موږ ظالمانه جګړه وتپل او امریکا د روسی حریف د ماتی او پر افغانی منابعو د تسلط په هیله بیا هم زموږ د نورو کورنی لاسپوڅو او ګوډاګیانو په مرسته ستر ناورینونه پر افغانانو و تپل.

زه به په دی لیکنه کی د یو تاریخی سند په توګه په مختلفو دورو کی د هغه افغانانو نومونه هم په ډاګه کوم چی د بهرنیو استخباراتو لپاره یی کار کاوه او د خپل هیواد په ورانولو او خپل ولس په وژلو او ځورولو کی د بهرنیانو سره اوږه پر اوږه ولاړ وه

یوه ډیره د تاسف او بدمرغۍ خبره داده چی هر یرغلګر زموږ د ولس دینی احساساتو او اقتصادی کمزوریو ته په کتو په مختلفو پړاونو کی د دین او مذهب څخه لوړه ناجایزه ګټه پورته کړی او کله کله هم افغانی کړیو د تاراج په موخه دین دتجارت وسیله وګرځاوه

ددی لپاره چی موضوع په لنډو ټکو کی را ونغاړو وروستی دوه ستر تجاوزونه یا د څلورو لسیزو جګړی چی ډیره بدمرغی، ورانۍ او مرګ و میر یی لرلی او په پراخه پیمانه دین د تجارت وسیله وګرځیدی، را سپړم

وضاحت په موخه اړینه ده لږ څه شاته ولاړ سو د محمد ظاهرشاه د واک ورستۍ لسیزه چی د دموکراسۍ د لسیزی او د قانون اساسی د لسیزی په نوم یی شهرت درلود د هیواد د پراختیا او ترقی ښه زمینه برابره کړل اساسی قانون جوړ سو، پارلمان ایجاد سو، د تعلیم په برخه کی افغان محصلین مختلفو هیوادونو ته د لوړو تحصیلاتو په موخه ولیږل سوه د نړۍ سره د افغانستان مراودات پراخ سول د سیمی او ګاونډیو هیوادونو سره تجارت ورځ تربلی پراخیدې د بیان ازادی او د قوانینو انکشاف په مختلفو برخو کی د ترقۍ ستر عوامل جوړول د پوځ د عصری کیدو په موخه د ډیرو کارو تر ځنګ ځوان افسران د پوځی زده کړو په موخه شوروی اتحاد ته لیږل کیدل

د دموکراسۍ په لسیزه کی پنځه صدراعظمان د شاه له لوری پارلمان ته ور وپیژندل سول او د پارلمان څخه یی د باور رایه ترلاسه کرل دا پنځه کسان هریو داکتر محمدیوسف، محمدهاشم میوندوال، نوراحمد اعتمادی، داکتر محمدظاهر او محمدموسی شفیق  د هیواد ستر ملی شخصیتونه د پوهی خاوندان او د اعتبار ور کسان وه خو په دی جمله کی محمد هاشم میوندوال د علم، پوهی، سیاست، معیاری اخلاقو او لوړ کرکتر یو منل سوی ستوری و.میوندوال غریب پروره، متدین پر وطن او ولس مین شخص و.

د دی لپاره چی د اصلی مطلب څخه لیری نسو د میوندوال په هکله به تر دی مقالی وروسته ډیر مطالب خپاره کړم  چی د ده پیژندګلوی او سیاسی دکتورین به پکښی را ونغاړو .

د دیموکراسۍ په لسیزه کی د ولس استازو د ټاکنو له لاری پارلمان جوړ کړ د بیان د ازادې تر څنګ ګڼ شمیر ګوندونه او ټولنی رامنځته سول چی عمده یی د خلګو دموکراتیک ګوند د نور محمد ترکی په مشری چی وروسته منشعب سو او یو اړخ یی د پرچم په نوم د ببرک کارمل په مشری جوړ سو او بل اسلامی حزب د ګلبدین حکمتیار په مشری چی یوه څانګه یی بیا د جمعیت اسلامی په نوم د برهان الدین ربانی په مشری رامنځته سوه همدا رنګه د مترقی دموکرات جمعیت د محمدهاشم میوندوال په مشری رامنځته سو چه روزنامه یا اخبار یی د مساوات په نوم و. همدا رنګه نور واړه ګوندونه او ټولنی جوړی سوی.

د ګوندونو او سیاسی ټولنو تر څنګ نوشتاری مطبوعاتو یعنی اخبارونه، ورځپاڼی، جرایدی او مجلو پراختیا وموندل. همدا ډول ګوندونو لوی لوی اجماعات، اعتصابونه او مظاهری تنظیمول چی په یو سلطنتی هیواد کی واقعا د دموکراسی په لار کی لوړ ګامونه پورته کول ګڼل کیده په علنی ډول یی دحکومت او شاه مخالفت کاوه چی دا بلکل د هیواد په تاریخ کی بی سارۍ انکشاف و خو بد بختانه ګاونډیو هیوادو او سترو هیواد د دی موقع څخه منفی ګټه پورته او لاسوهنی یی پیل کړی تر هغه چی سردار محمد داود د خلګو د دموکراتیک ګوند د پرچم څانګی په مرسته د شاه په وړاندی د سرطان په ۲۶ کال ۱۳۵۲کودتاه وکړه شاهی نظام یی ړنګ او جمهوریت یی اعلان کړ.

تر دی دمه په نړیواله ساحه کی هیواد د شاه په حکم یو فعال بیطرفه سیاست کړنلاره تعقیب کول یعنی د دو نړیوالو رقیب اړخو چی امریکا او شوروی اتحاد و د ملګرتیا او نیژدیوالی څخه ډډه کیدل همدا سبب و چی په هیواد کی امن ثابت پاته و.

دوام لری…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب