دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو افغانستان ته د بشري مرستو د نه لیږلو مخالفت...

ملګرو ملتونو افغانستان ته د بشري مرستو د نه لیږلو مخالفت وکړ

تاند:( جمعه، د دلوې اوومه)‏ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد له افغانستان سره د بشري مرستو د ځنډ د غوښتنې مخالفت کړی.

نوموړې ویلي، چې د مرستو له دریدو سره به افغانستان کې بشري وضعیت نور هم خراب او ښځې او ماشومان به تر هر چا ډېر زيانمن شي.

محمدي ټينګار کړی، چې نړیوال باید په دغه سخت وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ودريږي.

هغې په عین حال کې د اسلامي همکاریو د سازمان په ملتیا په راتلونکي میلادي میاشت کې د افغان ښځو او نجونو په اړه د يوه کنفرانس د جوړېدو خبر هم ورکړ.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې هڅه کوي چې طالبانو ته د اسلامي نړۍ د علماوو په خوله د ښځو او نجونو حقونه بیان او دوی یې منلو ته وهڅوي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د دوی ځینو منتقدینو د ښځو او نجونو پر ضد ېې د طالبانو د افراطي پریکړو پر وړاندې غوښتنه کړې، چې افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې وځنډیږي.

د طالبانو منتقدین باور لري، چې يادې مرستې د طالبانو له لوري حیف و میل کیږي او د واکمنۍ له دوام سره ېې مرسته کوي، خو د طالبانو چارواکو دا ادعاوې رد کړي دي.

2 COMMENTS

  1. نو دا راپور به څوک داسې خپروي، عنوان مو څه وایي او لاندې راپور؟ یو د بل مخالف دي هر څه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب