تاند:( شنبه، د دلوې اتمه) د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي بريالي صمدي له مودو ځنډ وروسته نوې سندره« هنرونه» خپره شوه.
صمدي په نوې هنري هڅه کې د اسرار اتل شعر ويلی، چې د پښتنو روان وضعيت پکې نقد شوی.
ياده سندره په دې بيت پیل شوې:
خلک نوي- نوي هنرونه زده کوي
وايه پښتانه خو چې جنګونه زده کوي
د دې سندرې ويډيو په يوه کلیواله پښتني سيمه کې جوړه شوې.
د صمدي مینه والو د نوموړي د تازه هنري هڅې او پيغام هرکلی کړی دی.
ياده سندره پر دې پته ليدلی شئ: