د یهودانو د هدیرې شاته یې په مثلث ډوله مځکه دا پارک ولې جوړ کړی؟
دا دریم کال دی چې په پراګ کې اوسم او هرځل چې د دې هدیرې شاته تیریږم له ځانه همدا پوښتنه کوم.
ښایي زه او هاغه د اوږدو کوڅیو بوډۍ چې د مني تر اخره لا دلته راتله بل څوک دې پارک ته نه وي راغلي.
دا بوډۍ به د یکشنبې په ورځو د هدیرې خواته د مستطیل چوبي چوکۍ پر ژۍ ناسته وه، تور سپی به یې پښو ته پروت و. دې به د هدیرې دیوال او د دیوال شاته راپورته شویو ونو ته کتل. سر به یې د دیوال خواته داسې جګ نیولی و لکه څوک چې غواړي د دیوال شاته د چا غږ واوري.
له کومې ورځې چې واوره وریدلې ده دا بوډۍ نه ده راښکاره شوې:
«یخ به یې کیږي، زړه ده»
د کارغه کاغ شو، د هدیرې د هسکې ونې له سره کارغه والوت پورته د ونې غبرګو څانګو د کوم مرغه ځاله داسې ایساره ده لکه خلاصه لپه چې یې ورته پرانیستې وي.
د سپي غپا شوه، یو هلک تور سپی راپه مخه کړی و په پارک کې یې وګرځاوه همداسې راته ښکاره شو لکه د هاغې بوډۍ سپی وررهي شوم چې پوښتنه وکړم، هلک په منډه منډه له سپي سره له پارک ووت.
دا دی بله یکشنبې راغلې ده، په پارک کې هر خوا سپینه واوره پرته ده، هاغه خلک او هاغه سپی نه ښکارې، د کارغه کاغ کاغ هم نه شته. د هدیرې په ونه کې ایسارې ځالې ته ځیر شوم په ټوله هسکه ونه کې یوه پاڼه هم له منې نه ده پاتې. د کارغه کغا شوه د پارک پر سر تیر شو، نه پوهیږم زړه مې غوښتل چې د پارک په دې ونو کې راته کښیني.
پاڅیدم، په واوره کې مې د ګامونو غرژ غرژ غرژا وه، شاته مې پارک ته وکتل په واوره کې یوازې زما د پلونو نخښې وې.
پراګ