چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Home+سپېس ایکس ۵۳ نورې سپوږمکۍ مدار ته واستولې

سپېس ایکس ۵۳ نورې سپوږمکۍ مدار ته واستولې

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۳مه) سپېس ایکس په وروستیو څو ورځو کې د فالکن ۹ توغندي په وسیله د سټارلینک ۵۳ نورې سپوږمکۍ فضا ته ولېږلې.

دا د کیپ کاناورال له فضايي مرکزه په روان کال کې پنځه ویشتم ځل دی چې د سپېس ایکس سپوږمکۍ فضا ته استول کېږي.

د سټارلینک سپوږمکۍ له توغول کېدو ۱۵ دقیقې وروسته د مځکې په مدار کې پرېښودل شوې.

د مځکې مدار ته د دغو سپوږمکیو له رسېدو سره د سټارلینک د سپوږمکیو شمېر ۱۸۴۴ ته ورسېد.

دا سپوږمکۍ د مځکې له مداره مځکې ته غښتلی انترنیټ لېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب