چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+د ماشومانو فلم په څو ورځو کې ۲۰ ملیون ډالره وګټل

د ماشومانو فلم په څو ورځو کې ۲۰ ملیون ډالره وګټل

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۳مه) د ماشومانو لپاره د هالیووډ یوه فلم، چې «کلیفورډ، سور غټ سپی» نومېږي، د شمالي امریکا سینماګانو ته د راوتلو په لومړیو ورځو کې ۲۰ ملیون ډالره وګټل.

تمه کېږي چې کلیفورډ به د نننۍ یکشنبې تر پایه مخکې په ۳۷۰۰ سینماګانو کې وښودل شي.

کلیفورډ د ماشومانو لپاره د نورمن بریډول د کتابونو د کیسو اړول شوې بڼه ده. دا د ایمیلي په نوم د یوې نیویارکۍ ښځې کیسه ده چې په یوه شپه کې یې د ټیټ سپي قد څه باندې ۳ متره لوړېږي.

له بلې خوا د وینوم ۲ فلم په شمالي امریکا (امرکیا او کاناډا) کې تراوسه څه باندې ۲۰۰ ملیون ډالره ګټلي او په دې توګه دهم فلم دی چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته یې په لږ وخت کې ډېرې پیسې ګټلي دي.

په ټوله نړۍ کې دې فلم تراوسه پورې څه باندې ۴۳۰ ملیون ډالره ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب