جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهازبکستان د مزارشریف هوايي ډګر ترمیموي

ازبکستان د مزارشریف هوايي ډګر ترمیموي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۳مه) ازبکستان وايي، د مزارشریف هوايي ډګر به ترمیم کړي.

دا خبره د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف ځانګړي استازي احسان الله ایرګشیف وکړه.

ایرګشیف نن په بلخ ولایت کې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي ملکي چلن د وزارت له سیمه ییزو چارواکو سره ولیدل.

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي وویل چې د مزارشریف د هوايي ډګر د پراختیا او ترمیم لپاره یې دې هوايي ډګر ته ۳۰ تنه تکنېشنان استولي چې د هوايي ډګر تخنیکي چارې وارزوي او ځینې برخې یې له سره جوړې یا بیا ورغوي.

ده وویل «له موږ څخه وغوښتل شول چې د بلخ د هوايي ډګر د بیا فعالیدو او د ویجاړو شویو وسایلو په ترمیم کې مرسته وکړو. نو مو له ازبکستان څخه ۳۰ تنه ټکنېشنیان راوستل او هغوی اوس د تخنیکي وسایلو په ترمیمولو بوخت دي. هوايي ډګر به ژر جوړ او عملیاتو ته چمتو شي.»

ده همداراز وویل چې ازبکستان چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

څرګنده نه ده چې د مزارشریف د هوايي ډګر وسایل څه وخت او ولې ویجاړ شوي. د طالبانو د واکمنېدو په مهال په مزارشریف ښار او هوايي ډګر کې یې جګړه نه وه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب