پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهط وايي، ۴۰۰ تنه یې له خپلو لیکو تصفیه کړي

ط وايي، ۴۰۰ تنه یې له خپلو لیکو تصفیه کړي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۳مه) طالبان وايي له کله چې د خپلو لیکو د تصفیې کمیسیون یې کار پیل کړی، تراوسه پورې تر ۴۰۰ ډېر کسان ایستل شوي یا نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی سعید خوستي وویل، دا کسان د طالبانو له نومه په ناوړه استفادې او د خلکو د ځورولو په خاطر نیول شوي او محبس ته استول شوي دي.

طالبانو مخکې ویلي و چې د طالبانو له نومه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره خپلو پوځي غړیو ته یونیفورم او کارتونه ورکوي.

دوی دغه راز یو ځانګړی کمیسیون وګوماره چې هغه کسان تشخیص کړي چې طالبان نه دي او د سواستفادې لپاره د طالبانو لیکو ته ننوتي دي.

د طالبانو د تصفیې کمیسیون په وروستیو ورځو کې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې هیڅ طالب په خپل سر صحرايي محاکمه او یا عملیات نه شي کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...