چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهط: شمالي ولایتونه مو خپلو شمالي والو جنګياليو ته وسپارل

ط: شمالي ولایتونه مو خپلو شمالي والو جنګياليو ته وسپارل

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) طالبانو ویلي، چې په شمالي ولایتونو کې یې د هماغو ولایتونو اړوند طالبان ګومارلي دي.

په شمال کې د طالبانو د الفتح قول اردو قومندان مولوي عطامحمد عمري ویلي، چې دوی په ټول قوت هڅه کوي څو له قومي او سمتي مسایلو ځانونه وساتي.

د ده په خبره، یاد شوی ګام د همدې لپاره اخیستل شوی، څو ټول طالبان په حکومت کې ځانونه وویني.

هغه په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، چې څومره شمالي وال طالبان د خپلو ولایتونو پر مهمو دندو ګومارل شوي او ورکړل شوې دندې یې په کومه کچه دي؟

طالبانو د داسې ګومارنو خبر ورکړی، چې په وروستيو کې يې د ليکو تر منځ د قومي او سمتي ناندريو د زياتيدو خبرونه ورکول کېږي.

د ځينو سرچينو په حواله، طالب مشران په وروستيو کې له خپلو لیکو داعش ډلې ته د جنګياليو د اوښتو په اړه ډېر انديښمن دي.

ويل کيږي، چې دا اندیښنې تر بل هر ځای، د هېواد د شمالي ولايتونو په اړه جدي دي.

شمالي ولايتونه، د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره نيږدې پراته دي.

څه موده مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې تر دوه زرو پورې داعش جنګیالي د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو پولو سره نيږدې مېشت شوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که دا ګواښ حل نه شي، دوی به په افغانستان کې خپله د داعش ډلې د ځپلو لپاره لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب