چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپه جوزجان کې موسیقي منع شوه

په جوزجان کې موسیقي منع شوه

تاند:( يکشنبه، د عقرب در ويشتمه) په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د نورو ځینو بندیزونو ترڅنګ د موسیقۍ اوریدل منع کړي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې مشر مولوي خالد له ځایي خلکو سره په لیدنو کې ویلي، چې په قمار، تعصب، لوړ ولور، نیشه یي توکیو کارولو او موسیقۍ اوریدو یې بندیز لګولی.

نوموړي له قومي مشرانو، علماوو او خلکو غوښتي څو د دغو بندیزونو په رعایتولو کې ورسره مرسته وکړي.

طالب چارواکي منع شوي موارد له اسلامي فرهنګ سره په ټکر کې ګڼلي، خو نه یې دي ویلي چې له سرغړونکو سره به یې څه ډول چلند کیږي؟

په مرکزي کچه طالب چارواکو د موسیقۍ د بنديز او نورو ورته قیوداتو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هم په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی.

طالبانو تر دې مخکې په رسنيو کې د موسيقۍ او هنري پروګرامونو نشرول منع کړي.

طالب وياندويانو هم په خپلو مرکو کې د موسيقۍ مخالفت کړی او بې ګټې او بې هوده څيز يې ګڼلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب