پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهقاتل/ حسينه عارف

قاتل/ حسينه عارف

ښۍ پښه یې لاندې په بيګ تکیه کړه، په دواړو لاسونو یې د دستکول زنځیر خلاص کړ. پته یې بیا ولوسته. لاندې لیکلې شمېرې ته یې زنګ واهه، چې د پښو ښکالو يې تر غوږ شوه. مخامخ په ملا کړوپ سپين ږيرى راروان و، چې شونډې یې خوځېدې؛ خوتر منځ شته واټن يې اواز نه راپرېښوده:

هلو هلو تاسو دويد یئ؟

او تاسو سوله افغان؟

هو، زما زړې ماڼۍ ته ښه راغلاست.

سولې بيګ په لاس کې واخيست او دستکول یې اوږې ته کړ، ورمخته شوه.

راځه راځه دا زما کور دی. له نن نه څو لسیزې مخکې ما او زما مېرمنې په خپل لاس جوړ کړى او تر ننه همغسې دى. د امريکې حکومت نه غواړي، چې وران يې کړي، ځکه تاریخي او معنوي ارزښت یې تر مادي ډېر دی؛ خو اوس تا سره امانت دی. چې ترڅو دلته یې، همدلته اوسه.

لاس یې دېوال ته تکیه کړ. د څنګ کړکۍ یې راخلاصه کړه:

هاغه مخامخ کور د جان دی.

جان څوک؟

هغه زما د مېرمنې زوی دی.

او تاسو هم هلته اوسئ؟

نه هغه مانه غواړي. ښه، په هر صورت په ځان پام کوه.

سپین ږيري خپل کتاب ورواخیست، روان شو. سولې خواوو شا حیران حیران کتل. د کور چاپیریال او وسایل ټول پخواني وو. کوټې ته ننوته، په کار کې دومره بوخته شوه، چې د دروازې زنګ یې وانه ورېد. دقيقه لا تېره نه وه، چې بيا د زنګ شړنګ شو. دروازه يې خلاصه کړه، خو څوک نه وو، سر يې ښه راوايست او د وره دواړو اړخونو ته يي وکتل، هيڅوک يې ترسترګو نه شو. لاندې یې وکتل، د خوړو ډکه کټوه پرته وه:

اووو کاش، مننه خو مې ترې کړې وای.

لا يې څو ګامه اخيستي نه وو، چې بیا د زنګ کړنګ پورته شو. ور يې پرانيست، سترګې یې په پولیس ولګېدلې:

تاسو، خیر دی؟ زه سوله افغان، نوې راغلې یم.

یو زنداني فرار کړی. په هغه پسې راغلي یو.

دلته خو یوازې زه اوسم.

هغه ډېر خطرناک دی او دا یې څووم مړی دی، چې دې کور کې یې کوي.

نه، دلته بل څوک نشته. صرف زه اوسم. تاسو غلط شوي يئ.

سمه ده. که څه خبره وه، موږ خبر کړئ.

ولې نه، حتمن.

سولې دروازه وتړله؛ خو لا ناسته نه وه، چې بیا دروازه وټکېده.

تاسو څوک؟ څوک مو پکار و؟

هېڅوک. زه ددې کور څښتنه یم هېلن. غواړم خپل کور ووینم.

د سولې له خولې نه د (ولې نه، مهرباني) الفاظ داسې وښوېپدل، لکه دې پرله پسې پېښو چې پرېشانه کړې وي. هېلن مخکې شوه او د کور ګوټ ګوټ یې سولې ته وروښود:

دا زما کور دی. زما خپل کور. دغلته به ما پیانو غږوله. دا زما د خوب کوټه وه. دغه پخلنځى دى.

د کور تر ښودو وروسته ښځه روانه شوه.

مېرمنې ستاکوربه ما سره امانت وي. بېغمه اوسه، داسې به يي ساتم لکه خپل

ښځه ووتله، سولې ورپسې وروتاړه، چې بیا زنګ شو.

څوک؟ کاکا ډېر وبښئ. وخته پته نشته څنګه بوخته شوې وم، د زنګ غږ مې وانه ورېد. د خوړو مننه او رښتیا ستاسو مېرمن راغلې وه.

زما خو مېرمن نشته.

نو هغه مېرمن هېلن څوک وه؟

هغه ددې کور څښتنه.

اوتاسې؟

زه قاتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب