Homeداسې هم شتهساینسګوګل ستاسو خبرې په پټه ثبتوي

ګوګل ستاسو خبرې په پټه ثبتوي

تاند- ګوګل ستاسو ټولې خبرې ثبتولی شي او کېدای شي له کلونو راهیسي یې ستاسو خبرې ثبت کړي وي.

د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، ګوګل خلکو ته دا اسانتیا هم برابره کړې چې خپلې ټولې مکالمې واوري.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ګوګل ممکن له کلونو راهیسي ستاسو ټېلفوني خبرې په پټه ثبت کړي وي.

د ګوګل هدف له دې کاره دا دی چې خلک خپل ږغ واوري او وګوري چې پخوا یې څه ویلي او له بلې خوا په دې توګه د ګوګل د ژبو پېژندنې وسیلې پیاوړي کړي.

ګوګل په عین حال کې دا انتخاب هم خلکو ته ورکړی چې خپلې خبرې ډیلیټ یا پاکې کړي.

دا کار د ګوګل په یوه ځانګړې پاڼه کې کېدای شي.

دا پاڼه د ګوګل په هیستري کې موندلی شئ.

د هیستري په برخه کې ستاسو د خبرو اوږد لیست موجود دی.

ګوګل د اډیو پاڼه هم لري او یوه بله پاڼه یې په ویب کې ستاسو فعالیت ښيي. په دغه ځای کې درته ښودل کېږي چې ایا ستاسو خبرې یې کله ثبت کړي او که نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...