شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په تهران کې د افغانستان د سفارت په سپارلو کې...

ایران وايي، په تهران کې د افغانستان د سفارت په سپارلو کې یې لاس نه درلود

تاند (دوشنبه، د حوت ۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت د وضعیت په بدلون کې یې هیڅ راز رول نه دی لرلی.

مهر خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي:«په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل او انتقال د افغانستان کورنۍ مسله ده او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې قضیه کې په هیڅ صورت مداخله نه ده کړې.

تر دې مخکې په تهران کې د افغانستان د سفارت دیپلوماتانو  ویلي وو چې د ایران د باندنیو چارو وزارت ورڅخه غوښتي چې سفارت طالبانو ته وسپاري خو دوی د سفارت وسایل او کیلي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې وايي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت نه کوم سند او نه وسایل ورسپارل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلحي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، په تهران کې د افغانستان د سفارت لپاره د نوي شارژدافیر او ډیپلوماتانو له ګومارنې سره سم به په هغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او د ایرانیانو لپاره د خدمت رسونې چارې په ښه روحیه او تعهد په عادي توګه دوام پیدا کړي.

هغه نه‌دي ویلي چې، په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې کله دوی ته رسماً وسپارل شوې او له خپله اړخه یې څوک د شارژدافیراو سرپرست په توګه ورته نومولی دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې، فضل محمد حقاني په دې دنده ګومارل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړې چې، په نویو ګومارنو سره به د سفارت په چارو کې د شفافیت رامنځته او د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب