پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د فوټبال او والیبال سیالۍ پيل شوې

پکتیکا کې د فوټبال او والیبال سیالۍ پيل شوې

تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت او د پیرکوتي ځوانانو له خوا د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

یادی سیالۍ به شاخوا ۲۰ ورځې دوام  وکړي. د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت د یادو سیالیو هدف په ليرو پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول ښودلی دی.

د یو بل خبر له مخې: د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو په دوام ۳ لوبې ترسره شوې،  چې لومړۍ لوبه د میریاڼو او ملایانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د دې لوبې بریا د میریاڼولوبډلې له ۲/۱ پایلې سره خپله کړه.

دویمه لوبه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د کولالګو او سورکۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کولالګو لوبډلې هم له ۲/۱ پایلې سره لوبه وګټله.درېیمه لوبه د یاران او مریاڼو الف لوبډلې تر منځ وشوه، چې له ۲/۱ پایلې سره یاران لوبډلې وګټله.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمېټې د یادو سیالیو خبرونه په داسې مهال ورکړي، چې دوی له واکمنیدو مخکې د پکتیکا د ارګون په یوه لوبغالي کې د خونړي ځانمرګي برید په ترسره کولو تورن شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب