پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبعدد او مبهم ضميرونه/ اجمل ښکلى

عدد او مبهم ضميرونه/ اجمل ښکلى

په ګرامر کې عدد(شمېرنوم) هم د صفت غوندې د نوم جز دى؛ خو د صفت پرخلاف يې سروکار د نوم له شمېرلو يا څومروالي سره وي.

په جمله کې چې د نوم شمېر مهم وي؛ نو عدد ورته کارېږي او دواړه په ګډه عددي ترکيب جوړوي.

عدد د جوړښت له پلوه يا ساده وي، يا ترکيبي. مثلا: په (دوه سړي) کې (دوه) ساده دى؛ خو په (دوه درې سړي) يا (دوه دوه کسه) کې (دوه درې) او (دوه دوه) ترکيبي عدد دى.

پښتو رسنۍ د دغو اعدادو په کارونه کې ستونزه نه لري. د (پنځلسو) پرځاى (لس) نه کاروي. (يو دېرشو ټپيانو) ته (شل ټپيان) نه وايي.

پښتو رسنيو ته خبره هله سخته شي، چې شمېرې(ارقام) ثابت نه وي. دا معلوم نه وي، چې په زلزله کې (پنځه کوچنيان) تر خاورو لاندې شوي، که (شل) يا (پنځه پنځوس). په داسې حالاتو کې په ژبه کې مبهم ضميرونه کارېږي او د نوم شمېر ښيي. مبهم ورته په دې نه وايي، چې ګنې خبره ګونګوي، بلکې په دې چې ثابتې شمېرې راسره نه وي.

پښتو رسنۍ په دې ګرم نه دي، چې ولې دا مبهم ضميرونه کاروي. کاروي دې يې؛ خو د دوى تېروتنه دا ده، چې بېځايه يې کاروي او په ژبه کې د موجودو دقيقو هغو پرځاى له نورو ژبو(انګليسي او دري) نه کټ مټ راژباړلي ناسم شمېرنومونه کاروي، چې له دې سره په خبر/رپوټ/ليکنه کې ابهام پيدا کېږي. په پښتو کې پرې ليکوال او ژورناليستان داسې روږدي شوي، چې راګرځول يې ترې اسانه نه دي او دقت ته يې ځکه نه پام کېږي، چې دا عادت يې مخه نيسي. دلته به يې لړۍ کړم، چې تاسې يې هم ګونګوالى، نادقتي ووينئ:

·        يو لړ/يو شمېر/يو تعداد: په پښتو کې د فارسي د (يک عده) نېغه ژباړه ده، چې دري ژبو هم د انګليسي له (a number of…) نه راژباړلى. په پښتو کې ورسره مخالفت په دې نه دى پکار چې نوى دى. مخالفت يې ځکه روا دى، چې دقيق خو نه دى نه دى، مبهم دى. بل دا چې په دې ژبه پراخېږي نه، بلکې نادقيقه کېږي او بيا چې يې په ژبه کې وړ انډول وي؛ نو څه حاجت چې بې اړتيا نوي نوي شمېرنومونه جوړوو. د ژبې کار د کلمو د پنګې بډاينه نه ده. د ژبې کار د خبرې دقيق لېږد دى.

له (يو لړ/يو شمېر/ يو تعداد) نه دقيقه مانا نه اخيستل کېږي، چې له دې نه لږ مراد دى، که ډېر؟ په (ځينې) يې مانا کولى شو، که په (څو)، په (يو څو)، په (څه، په (يو څه) او که په (زياتره)؟ دلته يې درته جمله ليکم:

…يو شمېر بنديان له زندانه تښتېدلي دي.

له دې جملې او له (يو شمېر) نه به پښتانه- چې په ژبه کې يې داسې ترکيب نشته- څه مانا واخلي؟ دلته له (يو شمېر) نه موخه (ځينې/يو څو/زياتره/ ډېر) ده.

بل غم دا دى، چې (يو شمېر) او… په يوه ثابته مانا نه کارېږي او دې کار يې هم په مانا کې ابهام پيدا کړى. دلته يې په غالب ګومان مراد (څو) دى.

(څو) يواځې پوښتني نه، خبري جمله هم جوړوي او له (يو څو) سره يې توپير دا دى، چې (يو څو) تر (څو) کم شيان، وګړي او…ښيي. د (يو څو) او (ځينې) ترمنځ بيا توپير دا دى، چې دواړه کموالى څرګندوي؛ خو (ځينې) برخه والى يا فيصدي او (يو څو) شمېر. مطلب، د (يو) او (څو)- دوه، درې، څلور، پنځه- ترمنځ؛ نو دا جمله سمه داسې ليکلى شو:

 …څو بنديان له زندانه تښتېدلي دي.

که هغو بنديانو ته هم اشاره کوو، چې نه دي تښتېدلي؛ نو بيا دواړه جملې د (څه)- چې د شمېرنوم په توګه هم کارېږي- په نومځري نښلوو:

څه بنديان تښتېدلي، څه پاتې دي.

څه توره تېره وه، څه ابۍ ورسته وه.

داسې د (يو څه) ترکيب هم دى، چې ناشمېرېدونکو شيانو ته راځي او کله بېخي د (لږ) انډول وي؛ خو توپير يې دا دى، چې (لږ) د (ډېر) د بډ په توګه پر کموالي ټينګار کوي او (يو څه) د (لږ) و (ډېر) ترمنځ دى. په دې جملو کې يې توپير وګورئ:

لږ غنم پاتې دي، دا ته واخله.

يو څه غنم شته، تا ته به يې درکړم.

په پښتو کې د بېلابېلو شمېرو د ښودو لپاره دغسې ډېرې دقيقې کلمې دي.

·        ګڼ شمېر/زيات شمېر: دا په پښتو رسنيو کې بل کارېدونکى عددي ضمير دى، چې زياتوالى او ګڼوالى ښيي. بېلګه:

په ګڼ شمېر کې افغانان د سولې پلويان دي.

زيات شمېر خلک به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

په (ګڼ شمېر/زيات شمېر) کې (شمېر) ته اړتيا نشته. په پښتو کې (ګڼ) او (زيات/ډېر) تکي تنها پوره مانا اخلي. د (ګڼ) او (زيات/ډېر) ترمنځ هم توپير دى او د يو بل پرځاى نه استعمالېږي. (ګڼ) د (رنګي) بډ(ضد) دى، (تجمع) او (ډېر/زيات) د (لږ) ضد دى، (کثرت يا شمېر) ښيي. په (زيات/ډېر) کې موخه شمېر او (ګڼ) کې تراکم/تجمع وي. بل توپير يې دا دى، چې (ګڼ) د لر صفت غوندې زياتره تر نوم وروسته راځي. بېلګې يې وګورئ:

ډېر خلک راغلي وو/خلک ډېر راغلي وو.

خلک ګڼ وو.

د هغو لومړنيو جملو سمې بڼې په ساده (ډېر/زيات) بڼه هم ليکلى شو او په پرتليز (زياتره/ډېري) هم، ځکه چې دوه ډلې سره پرتله کوي:

زيات/ډېر افغانان د سولې پلويان دي.

يا:

زياتره/ډېري افغانان د سولې پلويان دي.

زيات/ډېر خلک به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

يا:

زياتره/ډېري خلک به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

که د (يو شمېر/يو تعداد/ يو لړ) او (ګڼ شمېر) پرځاى د پښتو خپل اصيل اعداد وکاروو؛ نو يو خو به پښتو له تصنع وساتو، بل به مفهوم لوستونکي/اورېدونکي ته صحيح سلامت ورسولى شو.

په پښتو کې که نومونه تکي تنها جمع کېږي؛ نو (ونه/ان) وروستاړي ورپسې نښلي؛ لکه: حق، حقونه، کانديد، کانديدان، کس، کسان؛ خو چې عدد ورسره وکارېد او مانيز زيان يې نه پېښاوه، د جمعې د دغو وروستاړو پرځاى ورپسې تش زور(ه) زياتول پکار دي:

درې حقه، څلور کانديده، پنځه کسه، دوه ولسمشره او….

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب