پنجشنبه, دسمبر 26, 2024
Home+ټولنیزې رسنۍ - نوې میدیا | عبدالعزیز نایبي

ټولنیزې رسنۍ – نوې میدیا | عبدالعزیز نایبي

د تاریخ یو اصل د بشري نسلونو د تکامل د پړاونو څېـړل دي. د تکنالوژۍ چټکې ودې د اوسني نسل کړه وړه په ډیرو مواردو کې له پخوانیو سره جلا کړي دي. یو وخت به په لویدیځو هېوادونو کې له خپلو دوستانو او عزیزانو سره د څو کلمو خبرو له‌پاره د پېښور «پي.سي.او- گانو» ته د ربـړو او مالي تاوانونو په گاللو سره، روان وو. د ستونزو په دغه موده کې مو دا نادره هم اورېده چې پرمختللو هېوادونو کې خلک په کمپیوتر یو بل سره ویني او خبرې کوي. د وخت غوښتنو او د سوداگرو گټې وټې گرځنده تلیفوني شبکې او انترنیتي اسانتیاوې تر کوره پورې راوستې. وخت له حیرانۍ څخه وویستو او نن په خپله هغو وسایلو ته لاس رسی لرو چې پخوا مو یواځې له هغو څخه ذهني تصویر درلود. اوس ټولو، په تېره بیا ځوان کهول ته دا زمینه برابر شوې ده چې د ټولنیزو رسنیو او نوې میدیا له ځواک څخه گټه واخلي.

«سوشیل میدیا» یا ټولنیزې رسنۍ د ټولېدو او اختلاط مُدرنه حجرې دي چې بېلابېل افراد پکې د یوه مشترک کانال په وسیله له یو بل سره اړیکې ټینگوي. د ټولنیزو رسنیو او په ټوله کې د نوې میدیا محتوا د انترنېت په مرسته تولید او خپریـږي؛ دغو رسنیو ته لاسرسی او ورڅخه گټه اخیستل هم د انترنېت له طریقه شونې وي. اوس هر څوک د خپل چاپـېـریال ښې او بدې پېښې په مستند ډول د نوې میدیا په وسیله په اسانۍ سره خپرولی شي؛ ځکه نو عاجل اخبار تر هرې رسنۍ وړاندې په ټولنیزو شبکو کې موندلی شو. په دې اساس د ټولنیزو رسنیو کارونکي د اخبار پلټنه نه کوي؛ بلکې اخبار دوې ته راځي. ننۍ انگیرنه دا ده چې ټولنیزې شبکې ژر تیریدونکی مُد نه دی، بلکې د انسانانو ترمنځ د اړیکو د ټینگیدو اغیزمن او مُدرن وسایل دي چې په چټکۍ سره د پرمختگ پـړاونه وهي.

په غرب کې رادیو، تلویزیون، چاپي نشرات او داسې نور زړه میدیا بولي او د وگړو په تېره بیا ځوانانو زیاته تکیه پر انترنېتي ویب پاڼو، لکه: فیسبوک، يوتیوب، ټویتر او بې شمیره ورته ټولنیزو رسنیو وي. دوې «سوشیل میدیا» په اوسني عصر کې د بشر نوې ویاړنه او بل صنعتي انقلاب بولي. د دوی په باور ټولنیزو رسنیو د انسانانو کاري اغیز عام او دیموکراتیزه کړی دی؛ د تکنالوژۍ پرمختگ وده ورکړې او د اړیکو د جوړولو په اغیزمنو او په زړه پورو وسیلو بدلې شوي دي. د بېلگې په ډول د فیسبوک په وسیله اشخاص له کوم خنډ او سانسور څخه پرته کولی شي چې خپل باور او فکري پنځونې له نورو سره تبادله کړي. د ټولنیزو رسنیو په وسیله هرڅوک کولی شي په چټکۍ او اسانۍ سره د خپلو اهدافو له مخاطبینو سره دیالوگ او اړیکې ولري.

برعکس د تلویزیون، رادیو او نورو چاپي رسنیو مخاطبین اکثراً نه شي کولی د یوې موضوع په اړه خپل سوال، ایراد او نیوکه له کوم خنډ او سانسور څخه پرته مسوولینو سره شریک کړي؛ دا ډول اړیکې مونولوگ یا یواړخیزې وي. خو ټولنیزو رسنیو کې دود بل دی، په دې کې اړیکې دوه اړخیزې وي او ټولو برخه‌والو ته زمینه برابره ده چې له یو بل سره دیالوگ ولري او مخامخ ارتباط ټینگ کړي.

فیسبوک د نوې میدیا په کتار کې لومړی ځای لري چې په یوه کال کې یې د کارونکو شمیر ۲۰۰ میلیونو ته رسېدلی دی او هر ورځ  ۵۰۰  زره نور ورزیاتیـږي. که چېرې  فیسبوک د نړۍ د وچې یوه برخه وای، د نفوسو د ودې په حساب به له چین او هند څخه وروسته د نړۍ دریم لوی هېواد گڼل کیده: هند، چین،«فیسبوک»، امریکا، اندونیزیا، پاکستان، برازیل، بنگله دیش…

«یوتیوب» بیا د نوې میدیا دوهم لوی انجن گڼل شوی دی چې په هرو پنځو دقیقو کې ۱۰۰  ساعته ویدیو وراپلود یا زیاتیـږي. د «ویکیپدیا» دایره المعارف د نړۍ په ۳۴۰ ژبو، له ۶۴ میلیونو څخه زیات مضامین لري.

د ارقامو له مخې د رادیو د اوریدونکو شمیر ۳۸ کلونو کې ۵۰ میلیونو ته رسیدلی دی. د تلویزیون د لیدونکو شمیر۱۳ کلونو کې ۵۰ میلیونه شو، خو د انترنیت د کارونکو شمیر یواځې په ۴ کلونو کې ۵۰ میلیونو ته اوچت شوی دی.

دلته امریکا کې له نوې میدیا څخه د گټې اخیستنې څو مثالونه یادوو:

ـ له هرو ۸ واده شویو جوړو څخه یوې جوړې د انترنیت له طریقه یو بل پیژندلي دي،

ـ د ټولنیزو شبکو په وسیله د زده کړو زمینه برابره شوې ده،

ـ ۸۰ سلنه شرکتونه د ټولنیزو شبکو له لارې د استخدام چارې ترسره کوي،

ـ اکثریت مستهلکین د توکو د پېرودلو له‌پاره د تلویزیوني اعلانونو پر ځای، د ټولنیزو شبکو په وړاندیزونو، سفارش او توصیو باورمن دي.

د ټولنیزو رسنیو په وسیله انسان خپلې فکري پنځونې له نورو سره شریکوي، وړتیاوې جوړوي، نوي دوستان مومي، د نظر څرگندونه کوي او هغه شمیر کسان چې له نوې‌میدیا سره یې برخورد مسلکي وي، د یویې ستراتیژۍ په غوره کولو سره کولی شي چې پر نورو باندې خپل اغیز پرې باسي. د ټولنیزو شبکو د کارونې هدف یواځې لوستل او د معلوماتو خپرول نه دي، بلکې نورو ته د مفکورو پنځول هم دي. د ټولنیزو رسنیو خاصه دا ده چې کارونکي یې په یو ډول خپل موجودیت په دغو شریکو کانالونو کې وښيي. ځینې کسان بیا ورڅخه یواځې د تفریح او ساعترۍ په موخه کار اخلي، لکه په فیسبوک کې روزمره او پرلپسې د شخصي عکسونو د خپرولو له بوختیاوو څخه خوند اخلي، ځینې عادتاً دا چاره ترسره کوي چې په یوه شریک کانال کې نورو برخه والو ته مزاحمت او سرخوږی جوړوي.

 د ټولنیزو رسنیو د کارونې څخه منفي انگیرنې هم موجودې دي. ډیری یې د سرخوږي، وخت ضایع کیدل، رو‌ږدېدل او د کورنیو اړیکو د خړپـړېدو یو لامل بولي. د مستعارو ښځینه او نارینه ادرسونو جوړېدل، «پروفایل» کې د اصلی کارونکي د تصویر پر ځای د بل چا د تصویر ورټومبل؛ ټولنیزو شبکو کې د افرادو او کرکټرونو پېژندگلوی ستونزمن کړی دی. «رسیستې» او تُندلارې ډلې له ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو مخالفینو د گواښلو او تبلیغاتو په خپراوي کې کار اخلي. دا ستونزه اوس په اروپايي هیوادونو کې زیات د احساس وړ ده. پولیس او فني ماهرین د دې ډول افرادو د پښوو د پل موندلو کې پاتې راغلي دي او نه پوهیـږي چې د کوم کمپیوتر د کیبورد تر شا څوک ناست دی. ځینې کسان بیا ټولنیزو شبکو کې د غیراخلاقي «پرنوگرافیک» ادرسونو پلټنه کوي او په دې ډول له بدلمنو سره د نامشروع اړیکو د ټینگولو هڅې کوي. له نوې میدیا څخه تر ټولو ناوړه گټه یو شمیر مغرض، گوندي مار او بداخلاقه انسانان اوچتوي چې د پارونکو پوستونو په خپرولو سره قومي، ژبني، مذهبي او سمتي مسایلو ته لمن وهي او په دې ډول د نفاق د زهرو په شیندلو سره، د خپلو شومو اهدافو د ترویج له‌پاره کار کوي.

لنډه دا چې د ټولنیزو رسنیو انفرادي فعالیتونو د رادیو، تلویزیون، او نورو چاپي خپرونو ورځنۍ چارې له ننگونو سره مخ کړي دي، خو بیا هم ځانگړنې او ارزښتونه پر خپل ځای دي چې مهمې بېلگې یې باور او مسوولیت یادولی شو. په دې برخه کې زړه میدیا پر نوې برلاسې ده؛ نوې میدیا په مهمو مواردو کې له زړې میدیا څخه تغذیه کېـږي. له بلې خوا گڼشمیر خلک د افغانستان په څېر جگړه ځپلي هېواد کې چې د وگړو لوی شمیر یې نالوستي او بېوزله دي، زیاته تکیه پر زړې میدیا لکه رادیو او تلویزیون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب