پنجشنبه, دسمبر 26, 2024
Homeخبرونهطالبانو په برمل ولسوالي کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۴۶...

طالبانو په برمل ولسوالي کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۴۶ تنو وژل کېدا تایید کړه

تاند (جهارشنبه، د مرغومي/ حدي ۵ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان په هوايي برید کې په برمل ولسوالۍ، پکتیکا کې ۴۶ تنه وژل شوي دي.
مجاهد فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

هغه زیاته کړې چې په دې برید کې ۶ نور کسان ټپیان شوي دي چې ډېری یې ماشومان دي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت پرته له دې چې د تلفاتو په اړه جزئیات ورکړي، په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د پاکستان پوځ تېره شپه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په اړوند سیمو هوايي برید کړی او هغه ملکي کسان یې په نښه کړي چې ډېری یې وزیرستاني کډوال دي.

مجاهد هم وایي چې قربانیان ملکي کسان او د وزیرستاني کډوالو ځینې کورنۍ دي.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو اسوشیټډ پریس خبري اژانس د پاکستان د څلورو امنیتي مقاماتو له قوله ویلي چې د دې هېواد پوځ د افغانستان په خاوره کې د پکتیکا ولایت په غرنیو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان تعلیمي مرکزونه له منځه وړي دي.

دې مقاماتو چې نه یې غوښتل هویت یې افشا شي، ویلي چې په دې بریدونو کې ځینې جنګیالي هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې له سیمې څخه تاند ته رارسیدلي راپورونه وايي چې تیره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوې چې ۴۶ تنه یې له کبله شهیدان شوي دي. د هغوی اکثریت د ماشومانو او ښځو دی. همداراز ۶ تنه ټپيان دي چې یو نارینه او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستانه را مهاجرې شوی کورنۍ دي.

5 COMMENTS

  1. دا بمبارد د طالب مشرانو په مستقیمآ همکاری ترسره شوی دی، دا ځکه که پرون یو پنجابی هییت کابل ته راغلی ورسره جوخت څو ساعته ورسته پکتیکا کی بمبارد شوی. 46 کسان حد اقل شهیدان دی د زخمیان شمیر به څومره وی پدی یخه هوا کی چیری چی نه ډاکټر شته، نه دوا او نه کومه مجهزه شفاخانه. د زنانه او ماشومانو به څه حال وی. 52 هیوادو ته یی ماته ورکړی خو پاکستان یی د سپین بولدک په دروازی سپینی هلمندی او کندهاری غیی او اوس هم بیغمه بمبارد کوی. ستاسو ښځی غیی پدی اسلامی حمارت. الله یوه ورځ راولی چی داسی بمبارد په عینو مینه کی وشی او ملا هیبو او ملګری یی مردار کړی.

  2. اوس به نو د هیبت الله فتوا ته انتظار باسو چې هیبت الله څه فتوا ورکوي او که يواځې په ښځو یې زور بر او فتواګانې ورکوي‌!!
    څوک چې له خپل حریم او خاورې دفاع نشي کولی او یا یې نه غواړي هغه د متجاوزینو ګوډاګی وي !!

  3. طالبه! که هره ورځ درباندی پاکستون بمبار وکړی نو ستا له لاسه څه پور دی؟ دنېا وال دی غږ نه اوری ځکه چی ته چاته غوږ نه نېسی. طېاره نه لری ، توغندی نه لری نو بېا به ستا د لاسه څه پوره وی. ته چی د غرونو نه هواری ته راښکته شوی زور دی هم لاړو ختم شو. تا اوس ارامه زندګی ولېده، ته په بزنس پوه شوی، ډالر درته راروان دی. نو پنځوس مړه ېا زخمېان ، تاته بی تفاوته ده. مکتب بند که چی څوک ېو ټکی هم زده نکړی

  4. که ملت بیدار وی او سیاسی شعور ولری باید طالب ته له پاکستانه د نه غچ اخیستلو په پلمه پورته شي او دا پرازیت ورکړي ، داڅکه چې هیبتو خنځير فتوا هم نشي ورکولی او داځکه چې د ښځو له حقوقو ځخه جودا او یوه لري ملي خبره ده !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب