تاند (چهارشنبه، د جدي/ مرغومي ۵ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو په اعتراض کې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر احضار کړی او هغه ته یې خپل توند اعتراض سپارلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعتراض لیک کې ویل شوي دي چې دا ډول «غیرمسوولانه کړنې به حتمي پایلې ولري.»
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د سفارت له ښارژدفیر سره په کتنه کې د پاکستان د پوځ برید غندل شوی دی: «په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت ملکي استازی د افغانستان د حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي کسانو شهادت د ځینو پاکستاني عناصرو له خوا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د بېاعتمادۍ رامنځته کولو هڅه ده.»
تېره شپه په برمل ولسوالي کې د پاکستان بمباري څو ساعته وروسته له دې وشوه چې د پاکستان د ملکي حکومت پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د هوايي حریم نقض په هېڅ ډول د منلو نه دی او د طالبانو حکومت «په پیاوړي اراده د خپل خپلواک حریم د دفاع لپاره چمتو دی.»
د طالبانو د حکومت ویندوی په برمل ولسوالۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنه اعلان کړ او ویې ویل چې په هغو کې ډېری د ماشومانو او ښځو دی.