دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېټولګټي تاسیسات په قیمت ورانیږي

ټولګټي تاسیسات په قیمت ورانیږي

سیدعبدالله پاچا

راپورونه ښيي چې تازه پاکستان طالبانو او په ځانګړي ډول حقاني شبکې ته نوی پکیج وړاندې کړی چې هر ځای پل او پلچک وران کړي، په بدل کې به یې نغدي پيسې ورکول کیږي.

د پاکستان استخباراتو طالب قومندانانو ته د هر ټولګټي ځای په بدل کې نغدې پيسې منلي او هر چا چې ډير پلونه او پلچکونه وران کړل، هم هغومره ډيرې پيسې ترلاسه کوي.

د مالوماتو له مخې، د پاکستان استخباراتو په هر وړوکي پلچک چې په سړک وي، ۱۰زره امریکايي ډالر او هر لوی پل باندې ۵۰ زره امریکايي ډالر منلي دي.

له دې پکیج وروسته د میدان وردګ چک ولسوالۍ کې د حقاني شبکې یو قومندان دوه پلچکونه وران کړي او سړک یې د خلکو په مخ بند کړی دی.

د حقاني شبکې دې قومندان د دوه پلچکونو په ورانولو سره ۲۰ زره امریکایي ډالر له پاکستان څخه ترلاسه کړي دي.

پخوا چې طالبانو د جهاد او ثواب لپاره پلونه، پلچکونه او نور عامه تاسیسات ورانول، اوس خو یې د پيسو لپاره خامخا ورانوي.

افغان دښمنه هېوادونه پوهیږي چې ترهګرو ته چې لږې پيسې هم ورکړې، انسانان درته وژني، دا خو لا عامه ځایونه دي.

د پاکستان استخبارات دا کار د دې لپاره کوي چې خلک ژوند کې تنګ کړي او هغه نسبي بیارغونه چې تیرو کلونو کې شوې، یو ځل بیا ویجاړه کړي.

د پاکستان استخبارات دې پایلې ته رسیدلي چې د طالبانو د فعالیت په سیمو کې بیا رغونه اسانه نه ده او که ټولګټې ځایونه پکې وران شي، نو خلکو باندې به ژوند سخت شي او دوی به یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

که تاسو هرات یا کندهار ته تللي یاست، لیدلي به مو وي چې پر دې لویه لار له طالبانو هیڅ پل او پلچک پاتې نه دی چې دوی په بمونو نه وي الوځولی.

طالبانو ورانۍ او ویجاړۍ ته کار ویلی او تیرو کلونو کې یې د میلیاردونو ډالرو ټولګټې ځایونه ویجاړ کړي دي.

اوس چې پاکستان د هرې ابادۍ د ورانولو پر سر طالبانو ته پيسې منلي، داسې ښکاري چې د طالبانو دا فعالیت به څو چنده شي او هر ځای کې به د ټولګټو ځایونو ورانیدو لپاره پلمې پيدا کوي او له منځه به یې وړي.

دا ښکاره ده چې د طالبانو جګړه د پيسو او شخصي امکاناتو لپاره ده او کله چې کومه ډله د خلکو د وژلو لپاره پلمې پيدا کوي، وینه کوي، تاوتریخوالی کوي، نو بیا عامه ځایونو ورانولو ته هم توجیه پیدا کوي او فتوا ورته راوباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب