یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجان کربي: د افغانستان په اړه د سیمې له مهمو هېوادونو سره...

جان کربي: د افغانستان په اړه د سیمې له مهمو هېوادونو سره په اړیکه کې یو

تاند(پنج شنبه، د حوت ۷) د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي.

هغه زیاتوي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه او ددې وضعیت د بدلولو لپاره د افغان لوري په ګډون له ټولو ملګرو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او د داسې لارې پلټل روان دي چې وکړی شي د ټولو لورو امنیت خوندي کړي.

د کربي په خبره د امریکا د دفاع وزارت هم د بایډن له لارښوونې سره سم پر خپلو ټولو پلانونو او احتمالي اقداماتو کار روان کړی دی او تر دقیقو او هر اړخیزو ارزونو وروسته به د امریکا حکومت د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د انډیا ټوډې په یوه راپور کې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ د مخکیني قومندان جنرال جوزف ډنفورډ له خولې لیکل شوي چې طالبان لا هم په سیمه کې د ایران او پاکستان په څېر ملاتړي لري او په دغه هېوادونو کې یې مرکزونه فعال دي.

د ډنفورډ په خبره که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو طالبان او نورې ترهګرې ډلې له ۱۳ تر ۱۸ میاشتو ځانونه بېرته په افغانستان کې فعالولی شي چې امریکا، افغانستان او متحدینو ته به یې خطرونه جوړ کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه پرځای پرېکړه نه ده او باید پر هغې بیا کتنه وشي.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ طالبانو په خپلو ولایتي قومندانانو غږ کړی چې خپلو ډلو ته د بهرنیو جنګیالیو د ننوتلو اجازه ورنکړي.

د طالبانو د نظامي کمیسیون چارواکو ټولو ولایتي قومندانانو ته یو لیک لیږلی او د بهرني جنګیالیو په جګړه یې بندیز لګولی دی.

دغه لیک چې رسنیو ته هم رسېدلی، پکې لیکل شوي دي چې ولایتي چارواکي باید د بهرني جنګیالیو له منلو ډډه وکړي.

د طالبانو نظامي کمیسیون په لیک کې ټینګار کړی چې ولایتي چارواکي دا اختیار لري چې هر هغه څوک چې له طالبانو سره د بهرنیو جنګیالیو د یوځای کېدو اجازه ورکوي له دندې دې ګوښه کړي او یاد کمیسیون ته دې ور وپيژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب