په ټول ټولګي کې خاموشي خوره وره وه او ټولګیوال غلي ناست وو، یو هلک وچت پورته شو، په زوره یې چغه کړه:
ــ خدای نشته!
ټول ټولګیوال هک پک شول، بغیر له دې چې خلک پوښتنې ته ځواب ووایي، چې خدای شته یا نشته، خلکو د وهلو شروع په وکړه، هلک یې دومره وواهه، چې صنف کې ساه وخته.
څو ورځې وروسته استاد صنف ته راغی، په تخته یې ولیکل، ((خدای شته)) ټولو شاګردانو په زوره چغه کړه، خدای شته، خدای شته.
استاد وویل: ــ
څوک کولای شي، دغې جملې ضد جمله جوړه کړي؟
صنف کې ټولو یو بل ته کتل، له ځانونو سره یې دا ویل، که هر چا دغه جملې ضد جمله جوړه کړه، هغه انسان خو کافر کېږي، استاد لکه موږ کافر کوي، په همدې فکر کې شاګردان وو، چې استاد زیاته کړه:
ـــ تاسو پوهېږئ، هغه شاګرد چې تاسو وواژه، هغه بې ګناه وه، ځکه چې هغه غوښتل، تاسو ته خدای ثابت کړي، خو تاسو بغیر له دې چې هغه خبره مکمل کړي یا تاسو سم/ صحیح پوه کړي، تاسو له هغه څخه ژوند واخیست. دا چې هغه تاسو ته داسې وویلې،(( خدای نشته )) له دغې جملې څخه معلومېږي، چې خدای شته.
یو شاګرد پورته شو، پوښتنه یې وکړه:
ـــ څنګه هغه وویلې” خدای نشته ” له دې جملې څخه معلومېږي، چې خدای شته؟
استاد موسک شو، زیاته یې کړه:
ـــ تاسو پوهېږئ، د هغه څه په اړه چې د هغه شي نوم موجود نه وي!؟ ضرور مو جواب نه دی، ځکه د هغه شي چې نوم موجود نه وي، نو هغه شی له کومه شو؟ نو بیا خو شی هم نشته. شی چې موجود وي، د هغه به نوم هم موجود وي، چې د شي نوم موجود وي، نو شی به هم موجود وي.
اوس اصلي مطلب ته راځم، تاسو ټولګیوال چې تاسو ته وویل، چې خدای نشته، نو دا نوم د خدای له کومه شو. له نوم څخه معلومېږي چې خدای موجود دی، ځکه چې نوم یې موجود دی.
اوس که تاسو ته څوک ووایي، چې خدای نشته، ضرور داسې فکر کوئ، چې خدای شته، ځکه د شي چې نوم وي، نو هغه شی به هم وي.
اوس که ووایم، مکتب نشته، نو د مکتب نوم له کومه شو؟
ایا تاسو داسې نوم زده دی، چې د هغه شی موجود نه وي، ضرور مو جواب نه دی. ځکه نوم د شي لپاره پیدا کېږي. شی ضرور موجود وي.
که ووایم، له نوم څخه معلومېږي، چې خدای شته.