یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد عمران خان حکومت د پای ته رسېدو په درشل کې دی

د عمران خان حکومت د پای ته رسېدو په درشل کې دی

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۰ مه) د پاکستان صدراعظم عمران خان چې پرون ویلي و چې له ده څخه د باور رایې د اخیستلو هڅه د یوه بهرني هیواد دسیسه ده او په دې اړه لیکلی ثبوت به خبریالانو ته ښکاره کړي، پرون ماښام له خبریالانو سره د کتنې په مهال وویل چې دا یو رسمي راز دی او خبریالانو ته یې نه ښيي.

ټاکل شوې وه چې عمران خان تېره شپه ملت ته وینا وکړي خو په نامعلوم دلیل یې وینا وځنډوله.

عمران خان، که څه هم د امریکا یا کوم بل هیواد نوم یاد نه کړ خو اشاره یې امریکا ته وه چې ګنې د ده د حکومت د پرزولو لپاره یې دسیسه جوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان سیاسي مخالفان وايي چې په پارلمان کې یې غوڅ اکثریت ترلاسه کړی او ژر به عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړي.

راپورونه وايي چې نن شپه د پاکستان لوی درستیز له عمران خان سره په کتنه کې له نوموړي وغوښتل چې استعفا ورکړي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري دا خبره رد کړه چې ګنې د پوځ لوی درستیز له عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې نن (پنجشنبه/ د مارچ ۳۱) د پاکستان پارلمان د عمران خان د سلب اعتماد کولو لپاره غونډه وکړي.

پرون د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو او د متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم ترمنځ له خبرو وروسته د دغه غورځنګ دوو وزیرانو له کابینې استعفا ورکړه. د دې معنا دا ده چې په پارلمان کې د عمران خان اکثریت نور هم کمزوری شو او له صدراعظمۍ څخه د لېرې کېدو چانس یې یقیني دی.

ایم کیو ایم ویلي چې له اپوزیسیون ګوندونو سره یې ايتلاف کړی دی.

راپورونه وايي چې اوس د پاکستان د ملي جرګې ۱۷۵ غړي د اپوزیسیون او ۱۶۴ د عمران خان ملاتړ کوي.

2 COMMENTS

  1. khan travel to masco and he visits PUTIN.
    IN UNITED NATION about ukrain issue.KHAN DID NOT TOOK PLACE against russia.
    pakistani leaders always play two face policy.
    but now must show real face like in ghaza&iraeel issue
    real face of pakistan is terrorist

  2. کچیری د افغانانو په یاد وی پدی ۴۵ کلنه جګړه پاکستان په تیره بیا پنجاب زموږ د وژلو لپاره له امریکا، برتانیی فرانسی عربستان او همدارنګه له چین او روسیی زیات مالی او نظامی مرستی تر لاسه کړی مګر اوس داسی حالت راغلی چی پاکستان نشی کولای دواړه لاری خپلی کړی یعنی یا به د چین، ایران، او روسیی په طرف ګام پورته کوی یا به د امریکا او خپل پلار برتانیی طرفداری کوی، کله چی ګورو نړی پدی پوهیږی چی پدی ۴۵ یا ۲۰ کلنه جګړه کی پاکستان د افغانانو وژلو او ترمینځ د نفاق د تخم شیندلو لپآره اساسی ګامونه وخت په وخت پورته کړی او کوی یی مګر اوس داسی وخت راغلی چی د افغانستان وخت ریس جمهورانو او نظامی او استخباراتی چارواکو نړی په تیره بیا امریکا او امنیت شورا او نړیوالی ټولنی ته څرګند کړی چی پاکستان په خپله یو تروریست پلوه هیواد دی ځکه همدا اوس د داعش لپآره لابی کوی او د همغه طالب په وړاندی چی تر پرونه پوری ترینه د خپلو ګټو د تامین لپاره کار اخیسته په وړاندی د داعش پروژه فعاله کړی
    مګر په یاد وساتی چی اوس امریکا ژر یا څو کاله وروسته پاکستان په تور لیست کی شامل او د پنجاب په نظامیانو باندی لکه د ایران سپاه پاسدارانو په شان بندیز ولګوی او د هغه پیسو چی قرض ورکړی او هغه پیسی چی د مرستی په شکل یی ورکړی بیرته ترینه وغواړی ځکه اوس نړی په هر څه پوه شوی که ژر یا نا وخته نړی حتمآ ګام پورته کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب