دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د لندن د ادبي غونډې راپور‎‎

د لندن د ادبي غونډې راپور‎‎

سلیم شاه 

د لندن د ادبی بهیر د بیا پیل لومړۍ غونډه 

نن د مارچ په ۲۷بيا په لندن کې د افغان ليکوالو، شاعرانو او د ادب د مینه والو بنډار جوړ دی، خو مخکې له دې چې غونډه پیل او د غونډې ګډونوال خپل شعرونه، داستانونه او نقدونه واوروي او فرهنګی بحث ته غوږشي، د غونډې له پیل دمخه د پخوا په څیر تا ویلې ما ویلې راواخلي، او د وطن په کیسو او حالاتو هم څوک وغندی او هم د چا په ستاینو له خولې لاړې وبهوي.

څوک لانه وو را غلي يوازي غلام محى الدين اندړاو د هاشم لوگري په څير يو د پاخه عمر سړي ناست وو، خپل بنډار يې کاوه، يعني خپله درنه د پردو سپکه يې ويله. په همدي سات کې د اوږدې ږیرې خاوند مولانا الله رسان راننووت. اوږدي تسبيح يې په لاس کې وي. د مولانا په لیدو غلام محی الدین اندړته د مولانا الله رسان ماضی مخې ته ودیریده، د هغه اوږده بریتونه او ارته دریشي، هغه ورځ ورپه یاد شوه چې د کلی د جومات ملاېې څنګه په دې ګناه له جامو سره په ډنډکې واچاوه چې سور بیرغ ېې کفر بللی و.

غلام محى الدين اکا سم دواره ورپورته شو او له لیرې ېې پرې غږکړ:

 مولانا دوپيازه دي په خير راشي!

 هغه ورته سترگې برندي کړي، مچۍ وچیچه، ويل دوپيازه دې څنگه وويل؟ هاشم لوگري پرې ورټوپ کړ:

ـ ښه دوپيازه نه بلکي مولوي حلوا والترشوالچکني. 

مولانا غاښونه وچیچل خو نور ېې غږ ونه کړ، پوه شو چې دهاشم خان نه نور د خبرو وار نه شي اخيستي. نو له ځانه سره وبنگيد: 

ـ «دا څه بلا گان دي؟ په داسې بلا واوړ ې چې پرتوگ په غاړه را وړې ». 

هاشم يې بيا خبره په ستوني کې ور وچه کړه وې ويل : 

ـ اوس خو د ږيري او د پرتاگه پادشاهي ده. چې بي پرتوگه نور څوک دفتر ته نشي ور ننوتلي او يو متر ږيره هم بايد ولري .دفرضو اوسنتو حجامت هم بايد وکا. او د لالټين ښيښي به بيا په کار راځي. 

اندړ ترې وپوښتل: يعني نور څه بايد ونه لري؟ 

لکه څه ؟ 

لکه لکۍ! 

هغه خو به هم لري خو په سترگو به نه ليدل کيږي. 

ملا صيب  وويل: نن غواړم هغه ټول فرمانونه چې تر اوسه له اسمانه ځمکي ته راغلي تاسو ته واوروم : 

اندړ وويل: 

ـ دا خو به ډيره ښه شي. زموږ غونډه به هم رنگينه شي. دوى لا په همدي خبرو کي وو  چې دغونډې تالار ډک شو. خومخکې له دې چې دلندن د ادبي بهیرغونډه پیل شي، د غونډې ګرد ګډونوال د مولانا صاحب د فرمانونو د اورید شوق ونیول، ځکه خو د غونډې پرمخ بیونکې هم د غونډې له پیل دمخه مولانا صاحب ته چې اوس په لندن کې د هیواد د اوسنیو واکمنو استازی دی وار ورکړ:

هغه سمدواره غاړه صافه کړه  اوستيج ته را غي ـ اوپيل يې وکړ : 

تاسو ته دي وويلي شي  چې امر شوي دي. د ريس المحروم السواد والقراءت نه  چې وباسۍ کوچني هلکان  له ليکو خپلو ،دا ځکه  چې که پاتي شي په ليکو کې  ،نو مشران به بوخت شي پر دوې او پاتي به شي له هغو نه دنده. دا ځکه چې کرکه راځي د نجونو له دوي نه او د دوى له څيرو نه او عادت شوي دي دوی په مدارسو کي ،چې په کار دې احتياط په دې فصلو باب کې. 

«روايت دى په باب د امورو د مملکت او قانون دآسمان په ځمکه  چې کارونه به کيږي، ښه په درز او ښه په شوق. نو تاسو اى عاصيانو او گناهکارانو صبر به کوئ  په سينه سړه باندي. اوجنتونه دي تاسو ته په لاره کې په راتلونکو شپو او ورځو کي. دا ځکه  چې هلته هم  جوړ دى بير اوبار. اول حق دهغو دي  چې تړلي يې وو بمونه په ځانونو پوري  اوپه چادريو کي راتلل او په دې ښار دوزخي کې به يې چول. او چې درزبه شو نو د هغو ارواگاني به سم لاسي والوتلي او فتح به يې وکړه. د ځمکې مخ به داسې سور شو، لکه اريانا سعيد چې پتاسي ووهي پر مخ. له تاسو نه دي پټه نه وي بلکې وي دي بربنډه. چې امير المحروم الامور جنسي  اوالخصوصيات انساني غږ کوي   چې امت دپيغمبر  چې که وږي ياست ، نو تېره کړئ لوږه  چې عذاب نه وي له کومه به شي ثواب تاسو لره. ووهۍ بغاري ښه په زوره چې کاڼه کړي خلک پر سر د ځمکي  او ورسيږي ستاسو د بغارو اوازونه پورته اسمانو ته ـ دا ځکه  چې امير المحروم العقل والعاطفه نه دى مقصر ستاسو د اعمالو  بدو  چې کړي مو دي په تير دوران د اشغال کې. 

له صفوفو نه دتنکيو ځوانانو ويستل : 

نو دې وويلي شي تاسو عاصيانو ،دوزخيانو ،گناهکارو ته چې نصيب شوه فتح زموږ په امر الهى الپنجابي  او قرباني مو ورکړي په تور ولينگيو زياتي او بيا راغلو کښيناستو جوت په موږي چې بولي يې عالميان تخت پادشاهي نو خوند خو کا، ښه زيات. 

نو اوس به نه ښوروئ ځان، چې گناه مو کړي ده زياته، اوتاسو ته مو عفوه وکړه هم زياته. نو نه به غواړى کار، روزگار، ژوند اومعيشيت له موږه فاتحانو  ،ووهئ بغارې چې وايي وري خداى ستاسو بغاري ان په عرش معلى کې! 

همدارنگه ورمي کړ فرمان داسې چې کښته کړي بيرغ درې رنگه،  چې علامه ده د الحاد، د کفر او زنادقه وو او اوس ورپوئ بله جنډه سپينه چې نښه ده د اسلام، نه د کفارو ، ځکه دا رنگ دکفن رنگ دى، اړين دى کفن تاسو ټولو ته! تاسو هر يو ته او بيا به جوړ کړو لوى کفن هغه جغرافيه ته چې نوم يى دې اوغانستان. 

نو ځکه اړتيا نشته چې وغواړي کار له موږه، روزگار له موږه، معيشيت له موږه. وتړئ ډبرې په خپلې گيډو پورې، او وپلورئ بچيان خپل په بازارونو کي، په مارکيتونو کي، چې سپکې شي اوږي د تاسو. وريي کړ فرمان دغه امير السکوت والخاموش لکه موش د  دښتو، اوساراوو.

واورئ عاصيانو، مغضوبانو ، نورڅوک حق نه لري، چې خپله لور ښوونځي ته واستوي، له دې وروسته تړلي به وي مکتبونه دنجونو ،اړتيا ورته نشته، دا ځکه چې په اسلام کې په شريعت کي نشته تعليم ښځو لره اونجونو لره دا کار زيږوي فساد . 

نه شې وتلي له کوره پس له دې ښځه او ميرمن تر هغي چې ميړه اومحرم يې نه وي ورسره لکه باډيگارد. دا ځکه  چې تاسو وگوري  حيوان که پټو او کروندو کي څروي، نو شته اړتيا ورته  چې يو څوک يي ونيسي له جلبه چې دبل چا ونه خوري شوتلي. 

شيخ لا تصوير والغايب الحضور  چي اوس لري مرتبه د مهدي اخير زمان او راځي به په ورځ  دقيامت چې کوي به شفاعت دخپلو پيروانو  اووايي به  چې زما تصوير ځکه نه وو  چې زه وم دنور له نسله تصوير او فوتو نه راځي دنور په مخ دهينداره کې، ما درته يو سکوت الخاموش ريیس چي اصل ريش الوزا دې را وليږه  چې تاسو ته دروښايي چل او ترک دبغارو خپلو . 

نو من الله التوقيف 

يعني که څوک خبره وکا ناسمه شي به توقيف  اوبيا به يې نه وې لاره دخلاصون ، داوي زما وروستي دغه په باب دفرامينو ،مضامينو د ځمکي اوداسمانونو . 

د مولانا خبرو د غونډې ګډونوال ګیچ کړل، لکه په رڼا ورځ چې خوب ورشي، د ټولو سترګې پټې وې، 

ځکه خود غونډې پرمخ بیونکي له ستیج نه ټنګ وویست ، او لکه د خاکیشاه مداري کوم کمال چې وګوري ، ټول ېې راپورته کړل او ټول ېې د لاسونوپړکا ته راوبلل.

دغونډې په پيل کې سپین تڼي چې دغونډې دپرمخ بیولومدیریت ېې په غاړه و، د ددې غونډې جوړیدل ښه پیل وباله ،اوپه خپله لنډه وینا ېې دافغانی ادب دپاللولپاره دداسې غونډوجوړیدل ګټوراو ارزښتمن وبلل. 

وروسته ېې وکیل سوله مل خبرو ته راوباله ، سوله مل پخپلوخبروکې دلندن دادبي بهیر په فغالیتونو لنډه رڼا واچوله ، غونډې ته  دنورراغلو ګډونوالو لپاره دبهیر د غونډو محتوا ته لنډ تم شو، او ددې ادبی جریان په اهمیت په تقصیل وغږیده ، وی ویل : دلندن ادبی بهیردلندن میشتولیکوالو، شاعرانو او دافغانی ادب دمینه والو مجوعه ده ، چې څه کم یوه لسیزه ده چې په سیستماتیکه توګه راټولیږي او پخپلو غونډوکې خپلې هستونې شریکوي او بیا په دغولیکنو خپلې ارزونې او کره کتنې اوروي، هغه د بهیرموجودیت د هیواد په اوسنيو شرایطوکې د افغانی ادب د پالنې لپاره ګټور وباله او داېې د فرهنګیانو د لیدلو لپاره یوښه فرصت هم ونوماوه. د بهیردلا اغیزمنتیا لپاره ېې د غونډې برخه وال یو جامع بخث ته راوبلل. 

دسوله مل پسې د مولانا د فرهنګی مرکزمشراینجینرروح الله ته د خبرو وارورغی، هغه هم دلندن ادبی غونډې دافغانانوترمنځ د اړیکوګټوره لار وبلله او د بهیر سره ېې د خپل فرهنګی مرکز د ګډکار وعده ورکړه.

د هیواد ښه شاعر افضل ټکور هم پخپل وار د بهیر غونډې د کډوالو لیکوالو د ادبی اثارو د پاللو لپاره ښې وبللې، د اروپا په نورو هیوادو کې ېې د فرهنګي ټولنو د فعالیت لنډه یادونه هم وکړه ،

د غونډې دریم ویناوال د افغان سوسایټی مشر کریم شیرین و، چې د بهیر د دې غونډې کوربه هم و. نوموړي هم د داسې غونډو په اهمیت پوره خبرې وکړې، او د داسې نورو لویو او وړو غونډو د جوړولو په برخه کې ېې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې وروستی ویناوال د هیواد ښه شاعر نظیف الله تکل و، چې له لنډې وینا وروسته ېې پخپل شعر د غونډې د مشاعرې برخه پیل کړه. 

په ده پسې هریو: افضل ټکور، نعیم جنبش، کریم شیرین، غلام حظرت اعظمي پخپل وار خپل اشعارواورول، 

وروستی شعر چې غونډه ېې پایته ورسوله ،دبی بی سی دتکړه خبریال سپین ټني و.

1 COMMENT

  1. ټوله ادبی غونډه یو خوا، د سلیم صاحب راپور بل خوا، تل ددغه بهیر راپږور ته په تمه یم، د محتوا لپاره هم او تر ټولو زیات د سلیم صاحب د راپور خوندور نثر په تمه یم. درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب