دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د مرستو د کنفرانس په درشل کې بریتانیا ۲۸۶ ملیون...

د افغانستان د مرستو د کنفرانس په درشل کې بریتانیا ۲۸۶ ملیون پونډه مرسته اعلان کړه

تاند(چهارشنبه، د حمل ۹ مه) بریتانیا نن (چهارشنبه) له افغانستان سره د مرستو د کنفرانس په درشل کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې په خاطر د خوراکي موادو او نورو اړتیا وړ شیانو لپاره د ۲۸۶ ملیون پونډه مرستې ژمنه وکړه.

ملګروملتو د افغانستان لپاره د ۴ ملیارده او ۴۰۰ ملیون ډالره مرستې غوښتنه کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا له یوه هیواد سره د بشري چارو په خاطر د ملګروملتو له لوري تر ټولو لویه غوښتنه ده خو د ملګروملتو ویندوی ینس لیرک وايي چې تراوسه پورې یوازې د ۱۳ سلنې مرستې ژمنه شوې ده.

ده وویل، دا مرسته به په مستقیم ډول د مرستندویو موسسو له لوري د پروژو په اجرا لګېږي او هیڅ برخه به یې د طالبانو حکومت ته په لاس نه ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د مرستو کنفرانس به د پنجشنبې په ورځ له جینیوا څخه په انلاین بڼه د ملګروملتو د سرمنشي انتونیو ګویتریش له لوري پرانیستل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي چې تېره اوونۍ د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو د اجازې د نه ورکولو په خاطر د افغانستان په اړه د هیوادونو اندېښنې زیاتې شوې.

تر دې مخکې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ښايي د طالبانو اقدامات د دې سبب شي چې نړیوال افغانستان ته په داسې وخت کې شا واړوي چې افغانان د نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د ملګروملتو پر اساس، نژدې ۲۳ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې کړېږي، ۹۵ سلنه افغانانو ته پوره خواړه، چې نس یې ورباندې موړ شي، نه رسېږي او ۱۰ ملیونه ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره فوري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه، بریتانیا، جرمني  او قطر د افغانستان د کنفرانس کوربانه دي.

بریتانیا هیوادونه هڅوي چې له افغانانو سره د خوراکي موادو، پناهځایونو او درملو په برخو کې مرسته وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس افغانستان ته د ۲۸۶ ملیون پونډه مرستې د اعلان په مهال وویل:«له خپلو متحدانو او شریکانو سره یوځای، موږ له افغانستان سره د مرستې لپاره هره څه چې کولی شو، وبه یې کړو.»

د ناروې د کډوالو د شورا سرمنشي ین ایګلاند له مرستندویانو د مرستې غوښتنه وکړه، ویې ویل:«دا کنفرانس یو فرصت دی چې دا وښیو چې موږ په دې تیاره او سختو شېبو کې له افغانستان سره ملګري یوو.»

ده همداراز وویل:«ډېرې کورنۍ نهاره ویدېږي، دارو- درمل او د زده کړو د لګښت وس نه لري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب