تاند – د ننګرهار د نارنج ګل کالنۍ مشاعره نن چهارشنبه (د حمل په ۱۰مه) ماسپښین دوه بجې د طالب چارواکو، شاعرانو، او د شعر او ادب د مینه والو په ګډون پیل شوه.
د مشاعرې ترڅنګ د وطني توليداتو نندارتون دایر شوی، همداراز ورزشي او تياتري نندارې هم په پام کې نیول شوي چې د شپپې تر ناوخته به دوام وکړي.
نارنج ګل دودیره مېله او مشاعره له لسګونو کلونو راهیسې هر کال د حمل د میاشتې په همدې شپو ورځو کې جوړېږي خو سږ کال دا مشاعره په داسې حال کې جوړېږي چې طالبان واکمن دي او په هیواد کې د بیان ازادۍ محدودې شوې دي.