یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ډیوید بیکم له افغان روباټ جوړوونکو سره

ډیوید بیکم له افغان روباټ جوړوونکو سره

تاند (چهارشنبه، د حمل ۹ مه) د انګلیستان د فوټبال نامتو ستوری ډیوید بیکم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان روباتیک ټیم د لوبغاړو په لاس په جوړ شوي روباټ کار کوي.

ډیویډ بیکم، نه یوازې د انګلیستان د فوټبال د ملي ټیم تکړه لوبغاړی و، بلکې د مانچستر یونایټید او ریل مادرید په کلبونو کې هم ښه ځلېدلی دی.

دی اوس د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې، یونسیف سفیر دی.

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم غړي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته قطر ته لاړې او اوس په دغه عربي هیواد کې زده کړې کوي.

دوی ته وروسته له دې چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ طالبانو تر شپږم ټولکي پورته نجونې پرې نه ښودې چې ښوونځیو ته لاړې شي، د دنیاوالو پام لا زیات اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب