شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد چین ولسمشر د افغانستان له ګاونډیو وغوښتل چې د افغانانو ملاتړ...

د چین ولسمشر د افغانستان له ګاونډیو وغوښتل چې د افغانانو ملاتړ وکړي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۰ مه) د چین ولسمشر کشي جین پینګ نن د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې تر خپله وسه هڅه وکړي چې د افغانانو راتلونکې ښه شي.

کشي دا خبره د چین د انهوۍ ولایت په تونکسي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمې غونډې ته په استولي پیغام کې کړې ده.

د چین ولسمشر د افغانستان د وروستیو کلونو تاریخ ته په اشارې یادونه وکړه چې دا هیواد په ډېرو برخو کې پرمختګ ته اړتیا لري. د ده په وینا افغانستان له ناامنۍ څخه تر ډېره د راوتلو په حساس پړاو کې دی.

کشي زیاته کړه:«افغانستان د نننۍ غونډې د ټولو ګډوانولو شریک ګاونډی دی، موږ په غرونو او سیندونو کې چې په یو وخت پیدا شوي، له یو بل تړلي یوو.»

ده په عین حال کې وویل چې باثباته، سوله ییز، سوکاله او پرمختللی افغانسان د افغانانو هیله ده، او دا د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه هم ده.

د چین ولسمشر زیاته کړه:«چین تل د افغانستان خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی کړی، او ځان د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړ ته ژمن بولي.»

چین په وروستیو دوو لسیزو کې د نړۍ په دوهم ستر اقتصادي قدرت بدل شوی او له همدې کبله د افغانستان په شان هیواد ته چې پرېمانه طبیعي یا اومې زېرمې لري، اړتیا لري خو چین د لوېدیځو هیوادونو په شان د مرستو په ورکولو کې خلاص لاس نه لري.

له بلې خوا د چین پانګونه په یوه بل هیواد کې خلکو ته د کار فرصتونه نه برابروي ځکه چې د چین خپل وزګار کسان ډیر دي چې په کار یې وګوماري.

3 COMMENTS

  1. هو چې څه پنجاب او دوی سره لړلي او په افغانانو يي وخوري چې بيا تر قيامته سر پورته نه کړي… طالب به په نوم او خپل واک خوشحاله کړي او پنجاب به د افغانستان اصلي واک ټول له اسلام اباد سره وي. اوس افغانستان او هر څه همداسې دي، کوم کومکونه چې د افغانستان په نوم راځي ښه يې په غوږونو واوری د تالب د اورپا او امريکا سپيانو چې تلوزيون کې ناست يي او ښځې دې په کلوبونو کې د بل په غين ناستې دي او موږ ته امارت په افغانستان کې غواړی، راسی دا درولی او خپلې ښځې دې په ښې يخې کړی چې بيا د نايټ کلب نوم وا نخلی… نو خبره مې دا کوله چې کومکونه ټول کوم چې د خوارانو افغانانو په نوم تو ويشل کيږي ټول تبليغات دي، اوس هغه افغانان چې د غني په ضد راپورته شوي له شرمه او له خپلو تیروتنو ولا که سر پورته کولی سي،او که خالي د اوړو بوجی هم ور کړي دوی يې بغارې وهي چي خدایه شکر.. خبره ورانه ده..

  2. زه پخوا تر غنی زیات د طالب پلوی وم او ډیرو راباندی دطالب ګومان کاو، خو اوس وایم چی غنی زبردست عالم شخص و، اافسوس چی د لنډغرو او خاینو له لاسه ناکام او بدنام شو ډیرې پخی خبری یی کولی، برنامه یی لرله د ګاونډیو او سیمی په سیاست او راتلونکی خبر و او دافغانستان ګټه یی پکی پیژندله، امریکا یی هم د افغانستان دګټو په خاطر ننګوله ، باعزته سوله یی غوښته … دهغه له ویناوو څخه یو یو لغات را ټول کړئ او بیا فکر ورباندی وکړئ. چا نه هغه وخت او نه څوک اوس هغسی تحلیل کولای شی، تر نجیب نه هم غنی ډیر وطنپال او پوه و خو د امان الله و داودخان په حد کی نه و . ما دا څلور واړه سیکولران وتلل سره له دی چی یو بل سره یی لږلږ فرقونه شته خو څلورواړه وطندوسته و ، که سیکولری سره یی مسلمانان او دینی عالمان خوا کی ساتلی وای بیا به نو کامیاب وای، خو دوی دینی علما راخپل نکړل . افغانان به په ځنډ هوښیار شی.

  3. پخوا به خلکو ویل چه په ټوله دنیا کی روس او چین الله ج نه پیژنی او نه د الله ج کتاب پیژنی. دا معنی چه چین او روس دواړه بی کتابه دی.
    نو چه کله داسی ده بیا دیی هغه د ۷۰ حورو طالیبان خپل کمبردنه او واسکټونه په خپلو کاذبو او وعده خیلافو مشرانو ورخلاص کړی، چه افغانستان تری خلاص او بیغمه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب