جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلاوروف وايي، روسیې د طالبانو د حکومت د لومړني دیپلومات باورلیک اخیستی

لاوروف وايي، روسیې د طالبانو د حکومت د لومړني دیپلومات باورلیک اخیستی

تاند(پنجشنبه، د حمل۱۰ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، د افغانستان د نوي حکومت د لومړني دیبلومات باورلیک یې ترلاسه کړی دی.

د روسیې د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو زیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د چین په تونکسي ښار کې دی، غونډې ته وویل:«د افغانستان د نویو واکمنانو له لوري لومړنی دیپلومات تېره میاشت مسکو ته راورسېد. زموږ وزارت له هغعه څخه باورلیک واخیست.»

لاوروف زیاته کړه:«دا تاییدولی شم چې د حکومتولۍ د تجربې له نه لرلو، د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري له مالي او اقتصادي بندیزونو او له سیاسي او دیپلوماتیکو فشارونو سره سره د افغانستان اداره (حکومت) په مجموع کې توانېدلې چې دولتي چاري روانې وساتي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل:«په کابل کې د حکومت د رسمیت پېژندلو اصلي خنډ دا دی چې پوره استازیتوب نه کوي.»

لاوروف وویل، د افغانستان نوی حکومت باید نه یوازې د بېلابېلو قومونو او مذهبي اقلیتونو بلکې د هغو د سیاسي قوتونو استازیتوب وکړي.

د لاوروف اشاره پخوانیو تنظیمي مشرانو ته وه.

4 COMMENTS

  1. روسان بايد داسې يو حکومت په رسميت وپېژني يا نيمه اعتبار ورکړي چې له مشروع لارې يې واک تر لاسه کړی وي نه د زور او نه د يوې مردارې معاملې له مخې.
    هر هغه حکومت چې د پاکستان له ليارې او د هغوی په سپارښتنه ومنل شي، نو هغه يو ټولمنلی ملي مشروعيت نه لري. له دې خو د کارمل حکومت هم شرف لرلو. لږ تر لږه خو روسانو په ښکاره راوستی وو او تر شا يې ولاړ وو. دا چې د دوی تر شا پنجاب ولاړ او د پنجاب په سپارښتنه روسان موږ په رسميت پېژني، نو د دې پېژندنې ارزښت به څه وي؟

  2. ولې نه، د روسيې او پاکستان خو د خوراک کاسه شریکه ده او طالب خو يې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره راپورته کړای، څومره چې پنجاب په هره غونډه کې مجلس کوي ط يي کونج کې غلی کینولې وي، برعکس وينو چې طالب يي د افغانستان هرې تباهۍ ته ايله کړی لکه ليونی سپی، بيرغ هم داړي، انانات هم داړي، مکتب هم ورانوي او د افغانانو د بچیانو په مخ يو تړي،د پوليسو او عسکرو په روزنه کې هم د پنجاب مشاورينو دي، د استخباراتو کارکوونکي يي هم ټول د پښتونخوا غلامان پښتانه دي، بانکي او نور مهم ټول بستونه يي د پاکستان بچيانو په لاس کې ده، طالب يې سرکونو ته ايله کړای چې د افغانانو په نيظامي موټرو دي، ملکيت يي ده کته او پورته تېر سي، ګيره داسې ده او موزيک داسې، هره د پرمختګ او د خوشحالۍ دروازه په افغانانو بند ده تړي، نن دا حديث وايي،سبل دستاربندي ده او ورته راسی، وا تا ښځه غی طالبه، کار او کسب او ژوند به نوي زه به نس نه لرم، اولادونه کورکې راته ناست دي، نه يې د سهار خوراک لرم نه د بېګاه …څوک چې د طالبانو په خیانت او د افغانانو او افغانستان په تباهي او غلامي غلي ناست دي، نه افغانان دي، نه نران دي، نه خپلواک؟؟ په داسې افغانانو جټان شرافت لري.

  3. چین او پاکستان د افغانستان لپاره په یوه لار روان دی. دواړه خطرناک دی.
    روس خلقیانو سره څه وکړه؟ چه طالیبان ورته خوشحاله دی، آیا طالیبان غواړی چه د طالیب روسیه دوستی بیا شروع کړی، لکه پخوا چه به افغان شوروی دوستی وه.
    د طالیب څخه لار ورکه ده. ډیر ژر به یی طالیبی حکومت نسکور شی، طالیب وارخطا دی، کیدایشی په یوه ورځ یی ټول سرپرسته وزیران د ډرون په شکار کی غرق شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب