جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمتقي د روسیې او ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د سفارت...

متقي د روسیې او ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د سفارت د فعاېدو او ټاپي په اړه خبرې وکړې

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۰ مه) د ط البانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په چین کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف څخه مننه وکړه چې د طالبانو له لوري یې په مسکو کې د افغانستان د سفارت لپاره یو طالب دیپلومات منلی دی.

امیرخان متقي چې د چین په تونکسي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی، د کنفرانس په څنګ کې د ایرانؤ ترکمنستان او روسیې له باندنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلیو متقي او لاوروف د کتنې په اړه په خپله خبرپاڼه کې لیکلي:« متقي د افغانستان له نوي حکومت څخه د روسیې د ملاتړ مننه وکړه. ښاغلي متقي خوښي څرګنده کړه چې په مسکو کې یې د افغان سفارت لپاره نوی دیپلومات منلی او هیله یې وکړه چې په مسکو کې افغان سفارت بشپړ فعال شي.

متقي صاحب همداراز تېره اوونۍ کابل ته د روسیې د پلاوي راتګ ښه ګام وګاڼه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکه نښه وبلله.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې فعال رول ولوبوي او له افغان حکومت سره همکاریو ته دوام ورکړي څو د رسمیت پژندلو موضوع یې ژر حل شي.

تر دې مخکې لاوروف کنفرانس ته په وینا کې ویلي و: «په کابل کې د حکومت د رسمیت پېژندلو اصلي خنډ دا دی چې پوره استازیتوب نه کوي.»

لاوروف وویل، د افغانستان نوی حکومت باید نه یوازې د بېلابېلو قومونو او مذهبي اقلیتونو بلکې د هغو د سیاسي قوتونو استازیتوب وکړي.

د لاوروف اشاره پخوانیو تنظیمي مشرانو ته وه.

مولوي متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سره هم وکتل خو د دواړو خواوو د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ده د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره هم وکتل.

مرادوف د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو ته، چې له افغانستان څخه تیريږي، د خپل هیواد تیاري وښوده.

متقي په عشق اباد کې د افغانستان په سفارت کې د نویو دیپلوماتانو د منلو له امله د ترکمنستان د حکومت مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې په کار واچوي.

په دې کتنه کې د طالبانو د حکومت د کانونو وزیر شیخ دلاور هم حاضر و، هغه د ټاپي پروژه حیاتي وبلله او د ځمکې د استملاک په ګډون د پاتې مسایلو د حل کولو  په اړه یې روانې هڅې جدي وبللې.

پرون امیرخان متقي د چین او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې یو وار بیا افغانستان ته د چین د یو کمربند او سړک د پروژې د غځېدو غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب