یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهعبداللهیان وايي، په ۷ میاشتو کې یو ملیون افغانانو ایران ته پناه...

عبداللهیان وايي، په ۷ میاشتو کې یو ملیون افغانانو ایران ته پناه وړې

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۰مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې په تېرو اوو میاشتو کې کابو یو ملیون افغانانو ایران ته پناه وړې او اوس په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۵ ملیونو ته رسېږي.

حسین امیر عبداللهیان دا خبره نن (پنجشنبې) د چین په تونکسي ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو کنفرانس ته وکړه.

ده د افغان کډوالو د شمېر پر زیاتېدو د اندېښنې د څرګندولو ترڅنګ په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړیوالو موسسو پر لږ پاملرنې نیوکه وکړه.

ده ونه ویل چې د کومې احصایې پر اساس وايي چې په اوو میاشتو کې یو ملیون افغانانو ایران ته پناه وړې ده او ایا د ایران حکومت دغو کډوالو ته خدمات وړاندې کړي او که نه دي.

خو له دې سره سره هره ورځ زرګونه افغانان د بې روزګارۍ او بېوزلۍ له کبله ایران ته په سختو غیرقانوني لارو اوړي. او له دې سره هممهاله ایران هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته رااړوي.

ایراني چارواکو په وروستیو کې ویلي وو چې په تېرو څو میاشتو کې د ورځې ۵ زره افغانان د ایران خاورې ته وراوړي. د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ هم اټکل کړی چې په متوسط ډول د ورځې ۳ زره افغانان له ایران څخه ایستل کېږي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر فلیپو ګراندي کابو درې میاشتې پخوا د ایران د سفر په مهال ویلي و چې د ایران د حکومت د لومړنیو اټکلونو له مخې په ۲۰۲۱ کې نژدې ۵ لکه افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

له بلې خوا د ملګروملتو یوه چارواکي په تېرو څو میاشتو کې له ایران څخه د ایستل شویو افغانانو شمېر ۳ لکه ۶۰ زره تنه وښود.

1 COMMENT

  1. ایران له افغانانو سره ډیر بد چلند کوي ، خبرې یې حقیقت نلري ، ایران غواړي چې پر داسې اوازو او خبرو خپل جیبونه ډک کړي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب