سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ملي بیرغ پر ځای خپل تنظیمي بیرغ پر وزیراکبرخان غونډۍ...

طالبانو د ملي بیرغ پر ځای خپل تنظیمي بیرغ پر وزیراکبرخان غونډۍ نصب کړ

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۰مه) طالبانو بالاخره د خپلې ډلې سپین بیرغ د کابل پر وزیراکبرخان غونډۍ د افغانستان د ملي بیرغ لپاره په جوړ شوي ځای کې پورته کړ.

د افغانستان له ملي بیرغ او د افغانستان د هویت له نورو سمبولونو سره د طالبانو مخالفت د ګڼو افغانانو خوا بده کړې ده او ډېرو پرې توند غبرګونونه ښکاره کړي دي.

د ډېرو په باور طالبان د یوه ملت د احساساتو او غوښتنو پروا نه لري او هر څه چې د دوی په وینا پنجابي باداران ورته وايي هماغه عملي کوي.

د پاکستان آی ایس آی او پوځ د افغانستان له ملي بیرغ سره په څو دلایلو حساسیت لري، یو په دې خاطر چې په دې توګه د افغانانو هویتي ارزښتونه کمزوري کېږي او بل دا چې دې بیرغ ته نه یوازې د افغانستان ټول اوسېدونکي بلکې د کوزې خوا پښتانه هم درناوی لري او ډېر ځلې یې په پنجابي ضد مظاهرو کې رپولی دی.

د افغانستان دري رنګه بیرغ د غازي امان الله خان په مهال غوره شوی و، کمونیستي رژیم د څه مودې لپاره تغییر کړ خو کله چې د خلکو احساسات ورمعلوم شول، بېرته یې بدل کړ.

د طالبانو سپین رنګه بیرغ، چې له څه مودې راهیسي د ملي بیرغ په ځایونو کې په ښارونو کې ځړول شوی، په لومړۍ اوونۍ خیرن شوی دی.

17 COMMENTS

  1. دغه یبرغ نه دی، دغه سپین کفن دی.
    هغه افغان عسکری، کماندوی، د صفر 01/02/03/04 او نور قطعات چه په شاوخوا مملکتو کی اوسیږی، د یو نوی ملی افغانی سازمان لخوا واپس منظم شویدی. دغه قطعات به فقط د هوایی دیسانت له لاری ښکته کیږی او د دغه 2500 طالیبانو ټغر به د تل لپاره ټولوی.
    طالیب نور د ماشومانو او د ټوکو ټکالو حکومت جوړ کړی دی، امیرالمومنین یی د عامو خلکو له سترګو بی درکه دی، کابینه یی ملا ډولی بی تعلیمه او تر اوسه سر پرسته ده، او هم د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.د تعلیم ضد، د ږیری، خولی، لونګی، د ولس ګونګ ساتل یی ملی شعار ګرځولی. خو خلک د فقر او بی کاری له وجی هیواد پریږدی.
    د طالیبانو د وزیرانو کورونه تر اوسه په پاکستان کی دی چه دا هم یو شک دی او داسی نور.

  2. دا نو پر زوره پر خلکو خپل تنظیمی بیرغ ور تپل دی. د وزیر اکبر خان له غونډ دا بیرغ لری کړی خو د خلکو له زړو څخه یی نشی لری کوالی. بالاخره به دری رنګه بیزغ بیرته راژوندی کیږی.

  3. MYBE GREAT WAZEER AKBARKHAN WAS TALIB.
    PEOPLES ARE HUNGRY.NEED TO HOME/HOUSES/FOODS/JOBS/SCHOOLS/FLAG/HAR TURBIN CAN NOT GIVE US FOODS/JOBS/MONEY.
    UNEDUCATED TALIBS LIKE DUNKEY.
    WHAT PEOPLES WANT AND WHAT TALIB DOING

    THANKS

  4. اسماعيل يون خو په لغمان كى سكاري نه په کابل کی. هغه د بيرغ خبره يى لكه چی په ستوني كى ور وچه کره، که حنگه؟
    حکمتيار صاحب چی له چهار اسياب راخطا شو، نو سروبي ته شو او له سروبي ورپسی لغمان او له لغمان حخه ننگرهار او له ننگرهار حخه پاکستان او له هغه حاجه ورپسی ايران ته شو، خو اخر بيرته پيسور ته راغى او له پيسوره بيا اشرف غني راوست او په لغمان كى راسكاره شو او له هغه حاجه اتمر بيرته كابل ته راور، خو د هماغه غني پسی يى وهلى.
    د اسماعيل يون او د طالبانو زمنه هم لكه چی بريالى نه سكاري. له طالب نه اوس حان ورك شوى دى. ملا برادر يى له برادر سره پخپله مخه ولار.

  5. دوام به ونه کړي، په ياد ولری، دوی د پاکستان موږکانو دي او ايستل شوي پرتوګنو نه يې ورته د قبر جنډه سي… ولس غلی ده خو اخر به ځان ورته جوړ کړي

  6. لعنت دې په هغه ښه طالب شي. قسم خورم چې د دې نه روسته به د طالب خلاف هر هغه څه کوم چې په وس مي وي
    رحمت الله رحمت

  7. بر پدر دې لعنت په هیبت شي که ژوندی وي . د آی اس آی ښخه غیم له ټولو طالبانو سره. وار به مو راشي دا ځل به مو …. کوم

  8. د جاپان او اسرائیلو بیرغونه هم سپین دي . سپین بیرغ هېڅکله د اسلام بیرغ نه وو. دا د پنجابی مدرسو په روجایی باندې د اسلام مبارکه کلمه لیکل شوېده . یعنې په افغانستان د حقاني مدرسې حکومت کوي .

  9. افغان هویت یې د پنجاب لپاره نابود کړ. درې رنګه بیرغ ددوی د کفن رنګه غلامۍ د بیرغ نه ډیر اسلامي دی. درې رنګه هم کلمه، الله اکبر او ممبر لري. دا کفن د ظلم، استبداد او جهالت نښه ده. دوی د پنجاب د خوشالولو لپاره خپل دایمي هویت د پښو لاندې کړ. تف لعنت په جاهل او پردیپال طالب.

  10. ګرانو ورونو
    هر رښتینی افغان د تالبانو پداسی او نورو ورته کړنو هرو مرو دردیږی خو دا کارونه دتالبانو اصلی څیری بربنډوی چی دا څوک دی او څه غواړی او افغانانو ته ددوۍ اصلیت را ښکاره کوی
    او د افغانانو په راویښولو کی مرسته کوی
    ټول افغانان باید پدی خپل غوږونه خلاص کړی چی تالب یو وحشی افغان دښمنه او انسان دښمنه ډله ده چی د اسلام د مقدس دین نه د خپلو ګټو لپاره سو استفاده کوی او په واقیعت کی د اسلام د سپیڅلی دین اصلی دښمنان دی
    او یواځینی هدف يی د افغانستان او افغاني ارزښتونو له منځه وړل او په افغانانو باندی د ټوپک په زور وحشت او تور جهالت حاکمول دی چی نسلونه يی د تیارو کندو ته واچوی او افغانستان شل شوټ او محتاجه کړی او د خپل بادار پاکستان په دروازو کی يی محتاج ودروی
    تالب د بدلون ضرفیت او اهلیت نه لری او د تالب نه هیڅ ډول امید لرل چی افغانستان او افغان ولس ته به خیر ورسوی نه شی کیدلی

    د تالبانو دا ډول وحشی او جاهلانه کړنی او افراطیط که خدای کول ددوۍ د نابودۍ لپاره لار برابروی او افغانان هم باید ددوۍ د نابودلو لپاره مبارزه شروع کړی تر څو دا وحشت او تور جهالت له افغانستان څخه نابود شی

  11. Sham Sham Sham Talib Sham. You are appointed to insult Islam, depriv Afghanistan from modern education, and push them to dark. Allah will punish you. Insulting Afghan national flag that has even Kalema. It is means you are not Afghan, you have come to insult Afghanistan and Afghan people. May Allah punish you. Zindabad da Afghanistan meli beragh Toor, Soor, Zarghon.

  12. افغانستان اوس عملا د پنجابي رياست له اورى اداره كيري. افغانستان د پنجاب مستعمره ده. هغوى افغانستان د روسيی د جنگ په وخت کی چی پنجاب د لوحدي ملاترى وو د حان حق بولي او وايى چی ((مور ته بايد د روسيه د جنگ په وخت کی برخه راکرل شوی وای، خو رانه کرل شول شوه))، د ضياءالحق په وخت کی دغسى يو ترون د دوى ترمينح شوى وو چی روسان لار شي افغانستان بايد مور ته راوسپارل شي. مور پوه شه او دوی چی حنگه يى اداره كوو. مور او دوى پوهيرو. نن هماغه كار شوى او امريكا يوحلى بيا د تير په حير افغانستان ته شا كره او پنجاب ته يى پريسووه.

  13. هر چا خپل نظر دی بیحې د دا رنجه نه وي چې یواځې ژوند وکړو ارام وکړو کار ته مو څوک پریږدي ما خو سپیڅلي کلمه درته وایم چې د هیچا تنحوا مې نده اخستي لیکن د اشرغني کلک ملاتړی وم یواځې مې دده علمي مفکوره خوښیده نه اداره او دده مشاکرتي ټیم نه جنګ نه ورور وژنه لیکن الحمدالله اوس بیحي ددې عظیم نعمت چې مونږ ته الله راکړي شکر باسم د جنګ خوند مې لیدلی وو خو د سولې او ډاډ خوند بیل خوند لري یاالهي ستا شکر ادا کوو !بله بدبحتي که یواځې ذکر کړم یواځې به د هغه چا درناوی کړ چ فول به یی وړاندې شاته دا قیچي وظیفه وه چې خدا نکه چې د شپې صفر یک صفر دو په کنډو پښې راځوړند نکړي! یاالهي ستا شکر به څنګه نه ادا کوم چې لس کاله مې په مسجد کې لمونځ په لویه قربانۍ او ویره کې کړی لیکن حقیقت سند سند الهي ته معلوم چې څوک او چا!

  14. یاالهي شکر !د معنوي دنیا په پل صراط راوتي یوو دومره بې عزته اوګنده دور کې کې د بې غرتۍ راووتو ها ان دې اس هم ورک کړې قیچي بې قیچې لومه او ګیم به یی درته اچولی وو تر څو په ژوندوني د نیست کړي هر چا ته خپل ارزښتونه مهم دي او دهغو ارزښتونو په اساس پریکړه کړي
    لیکن زما خپل فردي نظر دی نورو نظریاتو ته درناوی چې زما او زما دمسلمان ورور ارزښتونه نیست کیږي هست لا نیست ښه دي لیکن کا ملګری مې ارزښتونه مهم نه بولي فردي ځان لپاره نیست ښه یم

  15. دا ورڼی( هغه توکری چي په اندړو کي د وړو ماشومانو معزرت ته کارول کيږي)د طالبانو پيژندنه روښانه کوي کوم ته چي اړتيا نشته ،ځکه طالبان ټولي نړی ته روښانه دي.
    د افغانستان بيرغ تور، سور او شين ده اوپه د بيرغ نړی افغانستان پيژني

  16. بیغمه اوسی کچیری مونږه څه کوالی نشو د کابل هوا به دا سپین بیرغ په دوه ورځو کی خړ بیرغ وګرځوی همدا یوی شپی کی دومره خیرن شوی چی د خلکو ور څخه نفرت کیږی.

  17. دا ورڼی( هغه توکری چه په اندړو کي د وړو ماشومانو معزرت ته کارول کيږي)د طالبانو پيژندنه روښانه کوي کوم ته چي اړتيا نشته ،ځکه طالبان ټولي نړی ته روښانه دي.
    د افغانستان بيرغ تور، سور او شين ده اوپه د بيرغ نړی افغانستان پيژني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب