Homeخبرونهملګري ملتونه: افغان اقتصاد عملاً سقوط شوی

ملګري ملتونه: افغان اقتصاد عملاً سقوط شوی

تاند(جمعه، د حمل ۱۲ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونيو ګوتریش ویلي چې د افغانستان اقتصاد عملاً سقوط شوی دی.

سرمنشي دا خبره پرون د دغه نړیوال سازمان، بریتانیا، جرمني او قطر په کوربه توب افغانستان ته د مرستو د جذب په یوه غونډه کې وکړه.

یاده غونډه د سويس په جينيوا ښار کې جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې غونډه کې وويل چې د افغانستان اقتصاد عملاً سقوط شوی او له منځه تللی، ۹۵ سلنه خلک یې کاففي خواړه نه لري او ۹ ميليونه يې له بالقوه قحطۍ څخه ځوریږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړیوالو غوښتي چې د دې ستونزې د حل لپاره له افغانستان سره ژر او عاجلې مرستې وکړي.

ملګروملتو په دې اړه د ۴٫۴ میلیارده ډالره مرسته غوښتې وه چې چې مرستندویو هیوادونو ۲ اعشاریه ۴۴ ملیارد ډالره ومنله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...