پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+د بلا تخلص/ استاد سعدالدین شپون

د بلا تخلص/ استاد سعدالدین شپون

پخوانۍ حبیبیی ته مخامخ، د کابل له سینده ها لوري، د پښتونستان کافي، د شطرنج ځاله وه.

و نه و یو شپږ ګزه وردګ شطرنج باز و، چې لطیف نومیده، تخلص یې نه درلود خو کابلیانو لیتیپ باله. یوه ورځ یو ښه چال لاړ، کابلی حریف یې په بد ځای کې ګیر کړی و. یوه کنداري یار یې ورته په کراره نقل ورکړ، «پیاده ځینې واخه وردګه. کابلي په تمسخر وویل،«راست میګه خدای نظر خان، پیادېشه بګیر کت زینا. (خینې= کا بلیي زینا) . وردګ پیاده ځینې واخیست، لاسونه یې له خوشالۍ سره وموښل او ټولو ته یې خطاب وکړ،« ما ته د بلا تخلص رڅی» نور نو د لیتیپ جان نوم،(بلا) شو.

نن مې د ثور د اومې فکرونه وهل، پام مې شو، د ځان سره مې وویل،« ما ته هم د بلا تخلص رڅي»

یکي یو دلیل رایاد دی: دوو طایفو زما د وژلو تړون کړی خو لکه ماهي یې لاسه ښوی وتلی یم: یو په اول جاهلیت، بل په دویم کې

یو حو کمونستی کاپر و چې زما د ګرفتارۍ امریې صادر کړ، زه د ترکیې د پاسه ډنمارک ته روان وم. هلته د کوپنهاګن پوهنتون استادۍ ته وربللی وم. کابل کې یې زما له کوروالا تحقیقات جاري کړل چې چېرته دی؟

ډنمارک ته په پاسپورټ

پاسپورټ چا ورکړ؟

همتاسو

کله راځي؟

پته نیشته خو د پًوهنتون په بلنه، ستاسو په پاسپورټ

کوروالا مې وايي. دوی یو بل ته کتل، یوه یې په قهر نورو ته وویل«کدام امپریارلست خاین پاسپورت جعلي داده، کشیدېشه» د دې تفصیل زما په ژوند لیک کې شته. بلکه د جهالو دا ډله مې په حوصلې سره دا دیرش کله په تفصیل سره څیړلې، د ثور د اومې دا غویی مې ونډی ونډی کړی دی.

پاتې شو دا بل غویمنډ، د ثٍور د اتمې والا، د دې سره لا هم ټوکې نه کیږي، ځان به لرې ترې ساتې، لکه تره کي چې خبرداری ورکړی،« غویی مو څملولی، حلال کړی مو دی، خو لغتې ارتوي، نوکي لرې ترې و دریږئ» د تره کي خبره دوه کمزورۍ لري. یوه دا چې دی د حلال نوم کاروی چې د ده د خولې سره نه جوړیږي. بل دا چې د. د ده په وینا غویی مړ نه دی، ښکرونه یې لا تیره او غوړ دي، ټوپونه وهي او د حال په ژبه هل من مبارز ګردانوي.

ما لره هم د بلا تخلص بویه دې راځي چې بیغمه د خیر په غونډۍ ناست یم، له لیرې کله یو کله بل ته ټونګې وراچوم. یو د خدای په کرم د سقر کندې ته ولوېد، دا بل یو له بله وژني. یو ارمان مې لا پاتې دی، هغه دا چې د لومړي غویمنډ مځکه مسکو وای د دویم

4 COMMENTS

  1. که دو دویم غویمنډ مځکه پنجاب یا پارس وای نو خوند به یی هلته کړی و. هغه لری ملکونه به مونږ څه کوو؟

  2. په ډیر تاسف سره دواړو کی زه او ته مرو. دا ټول چل یی پښتنو ته جوړ کړی دی . وایی که د سپیو په خپلو کی څوره ورانه وی خو مسافر ته سره یو دی.

  3. شپون صاحب سلام.

    ستاسو دژوند دغه کتاب به چېرته پيدا کړو.

    دا هم د خندا ځايونه لري لکه شين ټآغی او که نه ترخې خبرې دي .

  4. شپون صا حب په دواړو غوایمنډو کې موږ تبا شوو، د جنګ د سونګ توکي همیشه موږ یو خو ګټه یې بل ته رسیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب