پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeټولنیزمستشرقین او د پښتنو د بني اسرایلیت نظریه

مستشرقین او د پښتنو د بني اسرایلیت نظریه

عبدالباري جهاني ||

که څه هم چي د پښتنو د بني اسرایلیت نظریه باید ډېره لرغونې افسانه وي؛ خو لومړنی سړی چي دا افسانه یې په کتاب کي درج کړې ده هغه ابولفضل علامي دی،  چي د مغول جلال الدین اکبر ( ۱۵۵۵ـ ۱۶۰۵ ) په دربار کي یو تر له ټولو معتبرو او مغول امپراطور ته نیژدې سړی وو، په خپل یوه مهم او څېړنیز تاریخي اثر آیین اکبري کي اشاره ورته کړې ده. څرنګه چي ابوالفضل د ۱۶۰۲ کال د آګۍت پر دوولسمه، د جلال الدین اکبر زوی شهزاده سلیم، چي وروسته د نورالدین جهانګیر( ۱۶۰۵-۱۶۲۷) پن نوم پاچا سو، اګرې ته په لار کي وواژه. نو دا کتاب باید لږترلږه د شپاړسمي پېړۍ تر وروستیو کلونو پوري بشپړ سوی وي. دا افسانه موږ ځکه لرغونې بولو چي هغه کتابونه چي دا افسانه یې را اخیستې نو دا یې ورسره لیکلي دي چي افغانان ځانونه د بني اسراییلو له نسله بولي. نو معنی یې دا ده چي دې لیکوالانو کوم لیکلی سند یا مآخذ نه دی در درلودلی بلکه د خلکو شفاهي روایتونه یې را اخیستي دي.

ابوالفضل لیکي: « افغانان ځانونه د اسراییلو اولاده بولي. دوی ادعا کوي چي د دوی لیري نیکه افغان نومېدی او هغه درې زامن درلودل چي یو یې سړبن، بل یې غرغښت او دریم یې بټن نومېدی. سړبن ته سړبني، غرعښت ته غرغښتي او بټن ته بټني قبایل منسوب دي. علامي ص ۴۰۶

 له ابوالفضل څخه څو کاله وروسته اخوند دروېزه ننګرهاري په خپل کتاب تذکرته الابرار و الاشرار کي، چي په ۱۶۱۲ کال کي یې بشپړ کړی دی، همدغه افسانه په یوه بل شکا را اخیستې ده او وايي چي د اسراییلو پاچا د افغان او آصف په نوم دوه زامن درلودل چي افغانان د همدغه افغان اولاد دي. دروېزه ص ۸۳

له دې څخه وروسته نعمت الله هروي هم په ۱۶۱۴ کال کي د مخزن افغاني و تاریخ خان جهاني په نوم یو تاریخ ولیکی او په هغه کي یې دغه افسانه په ډېر مفصل شکل راوړه. څرنګه چي دا په دې باره کي لومړنی بشپړ کتاب وو نو وروسته یې د سیمي د پښتني او غیر پښتني او دغه راز د زیاترو اروپايي مورخینو لپاره د یوه معتبر سند حیثیت غوره کړ. 

مخزن افغاني هم د خپلو معلوماتو لپاره هیڅ ډول مأخذ نه ورکوي؛ او په حقیقت کي مأخذ لري هم نه. ځکه د هغو کتابونو نومونه، چي دی یې په مقدمه کي نومونه یادوي او وايی چي له هغوی څخه یې ګټه اخیستې ده، په دغه مشخصه موضوع کي یوه کلمه هم نه لري. د مخزن افغاني ټول معلومات پر افسانو ولاړ دي. دی پښتانه د ساول، چي په قرآن شریف کي طالوت بلل سوی دی، اولاد بولي. دی وايی طالوت د قیس زوی وو، د طالوت دوه زامن برخیا او ارمیا نومېدل. د برخیا زوی آصف نومېدی او د ارمیا زوی افغنه نومېدی او افغانان ټول د دغه افغنه له نسله دي. 

دی وايي کله چي بخت نصر پر بیت المقدس  حمله وکړه نو دوولس زره صالح او پرهېزګاره خلک یې قتل کړل او نور یې له بیت المقدس څخه وايستل. بخت نصر امر وکړ چي دا خلک باید زما په قلمرو کي ونه اوسیږي. هغو کسانو چي د بني اسراییلو قافلې یې تعقیقبولې دا کسان یې د غور، غزني، کابل،کوه فیروزه او د قندهار غرنیو علاقو ته پسي واخیستل. په دې توګه د افغنه اولاد د ایران او افغانستان په علاقو کي میشت سول او تر اوسه پوري هلته اوسیږي. هروي ص ص ۹۰-۹۱

دی پخپله وايی چي د دې قوم په باره کي چا کتاب نه دی لیکلی. مګر دی د هغو د تاریخ په باره کي څه باندي پنځه سوه مخه  او د هغوی د اولیاوو او صوفیانو په باره کي څه کم دوه سوه مخه لیکي. دا معلومه نه ده چي دا دونه معلومات یې بېله کتابه او لیکلي مأخذه  له کومه کړي دي. طبیعي خبره ده چي دا ټولي بې اساسه افسانې دي، خو له بده مرغه چي دا افسانې اوس هم موجودي دي. خلک باور په لري، تر اوسه پوري د همدغو قبیلوي شجرو په اساس، چي له لویه سره یې بنیاد غلط دی، جنګونه سره کوي او دا هم نه ده معلومه چي دا بې بنیاده قومي شخړي او دا بې اساسه قومي او قبیلوي افتخارات به لا تر کله ژوندي وي.

مخزن افغاني، د افسانوي روایاتو په اساس، لیکي چي هرکله خالد بن ولید، چي هغه هم د بني اسراییل له قوم څخه وو، د اسلام په دین مشرف سو نو هغه د غور په غرونو کي خپلو افغانانو ته خطونه ولیکل او هغوی یې د اسلام دین ته را وبلل. د غور له غرونو څخه یوه ډله خلک، چي مشر یې قیس وو، د مدینې پر لور روان سول. کله چي دوی اسلام قبول کړ نو حضرت رسول صلعم ورته وویل چي قیس عبراني نوم دی. ستا لپاره باید عربي نوم انتخاب سي او دی یې عبدالرشید وباله. کله چي عبدالرشید د مکې په فتح کي ډېره لویه بهادري وکړه نو رسول صلعم هغه ډېر ونازاوه او هغه ته یې د پتهان لقب ورکړ چي معنا یې هغه لرګی دی چي د کښتۍ ټوله بدنه ورباندي تکیه وي. هغه کتاب ص ص ۱۱۶-۱۱۸

که موږ دې څو کرښو ته یو نظر واچوو؛ دا له سره تر پایه پوري ضد او نقیض او پر دروغو ولاړ معلومات دي. لومړی خو خالد بن ولید د بن مخزوم د قبیلې قریش دی. له اسراییلو سره هیڅ اړه نه لري. دا سي به یې فرض کړو چي دی اسراییلی دی. لومړی هغه څرنګه خبر سو چي د اسراییلو یوه لویه قبیله، چي تقریبا یو نیم زر کاله مخکي ورکه سوې ده، په غور کي ژوند کوي. داسي به یې فرض کړو چي خالد بن ولید ته چا معلومات ورکړي دي. بیا نو دی د قیس په نامه څه خبر سو چي د هغه په ادرس یې لیک واستاوه. دا به هم ومنو. اوس نو خالد او قیس په کومه ژبه مکاتبه وکړه. خالد خو عربي ویله او قیس هم پښتون سوی وو او نه یې عبري او نه یې عربي زده وه. که دا معمی هم حل کړو؛ خالد بن ولید، چي حضرت رسول اکرم یې په سترګو لیدلی، د هغه معجزې یې لیدلي، د هغه شخصیت یې لیدلی، د هغه د دین کتاب، قرآن شریف د ده په خپله ژبه نازل سوی وو؛ خو له اسلام سره تقریبا شل کاله وجنګېدی او ایله، د مکې له فتحي څخه دوه کاله مخکی یې ایمان راووړ. خو قیس د ده په یوه لیک خپل یهودي دین او کتاب پرېږدي او مدینې ته روانیږي. دا به هم ومنو. وايی حضرت سورل اکرم قیس ته وویل چي ستا نوم اسراییلي دی باید چي عربي نوم غوره کړې. لومړی خو قیس عبري کلمه نه ده او په ټول تورات کي فقط یو ځل د کیش کلمه راغلې ده چي عربانو قیس ورڅخه جوړ کړی او یا دا یې معرب شکل دی. قیس په مکه کي د ننه د عربو د یوې قبیلې د خدای نوم وو او په عربو کي د عبدالقیس په نوم یوه قبیله موجوده وه، د عبدالقیس په نوم خلک موجود وه او قیس د عربو یو له تر ټولو عامو نومونو څخه وو ښه مثال یې هغه قیس دی چي پر لیلی مین وو او په مجنون مشهور سو. دا به هم ومنو چي قیس عبري نوم دی . خو حضرت رسول اکرم په ژوند کي له هیچا څخه نه دي غوښتي چي خپل نوم دی بدل کړي؛ له قیس څخه یې دا غوښتنه څرنګه وکړه؟ او آیا له قیس سره د نورو ملګرو بني اسراییلو نومونه ټول عربي وه؟ دا به هم ومنو. دا چي حضرت رسول قیس ته د مکې له فتحي څخه وروسته، د هغه د توري او مړاني له امله د پتهان نوم ورکړ، چي د کښټۍ لاندنی لرګی دی؟ دا کلمه په عربي ژبه کي له سره نسته او دې ته مشابه کلمات د کښتې د لاندني لرګي معنا نه ورکوي او حتی ربط نه ورسره لري . له دې څخه وروسته په دې معماوو پسي نوري یو عالم افسانې او حتی خندوونکي کیسې تړلي دي. 

 د پښتنو د بني اسراییلیت نظریه چي هر مورخ تعقیب کړې او تایید کړې ده، اساس او بنسټ یې دغه افسانه ده چي نه له کتاب او تاریخ او نه له عقل او منطق سره سرخوري.

مونسټارټ الفینسټون، چي د کابل د پاچهی بیان په نوم کتاب یې په انګلیسي مورخینو کي په بایبل مشهور دی، تر هر چا مخکي، د دې افسانې تاریخي او منطقي خلاء ته متوجه وو او په داسي حال کي چي پخپله اعتراف کوي چي د افغانانو له پخواني تاریخ سره ډېر بلد نه دی؛ د افغانانو د خپلو تاریخونو، چي مطلب به یې ښايي همدغه مخزن افغاني وي لیکي:

« د افغانتنو  د خپلو مورخینو معلومات، چي وايي ساول ابراهیم ته په پنځه څلوېښتم پلار رسیږي او قیس له ساول څخه اووه دیرش نسله فاصله لري له مقدسو متونو سره اړخ نه لګوي او په دې دوهمه ادعا کي اووه دېرش نسله په شپاړس سوه کاله کي راوړل سوي دي. اوس نو که دا خبره لا هم ورسره زیاته کړو چي ساول د ارمیا او برخیا په نوم هیڅ اولاد نه درلود او که د افغان په نوم د هغه کوم لمسی قبول کړو؛ د دغه سړي نوم د ساول په اولادونو او نسل کي هیڅ نه په سترګو کیږي.» الفینسټون ص ۲۰۷

« … د افغانانو او یهودو ترمنځ د عاداتو او اطوارو ترمنځ به په ډیرو مشابهتونو استناد وسي خو د تاریخ په یوه ټاکلې مرحله کي د ملتونو ترمنځ دغه راز مشابهتونه معمولاً موجود وي. که موږ دا مشابهتونه د هویت د اثبات په حیث قبول کړو نو بیا تاتاران، عربان، جرمنیان او روسان ښايي یو قوم وبلل سي…. زه باید دلته ووایم چي د پخوانیو افغانانو یکی یو نوم له عربو او یهودو سره مشابه نه دی. د پښتنو د څلورو لویو قامونو د پلرونو نومونه  سړبن، غرغښت، بيټنی او کورلی یا کورونی دی. له دې پلرونو څخه ابدال، غلجي، خوکیا، کاکړ او نور پیدا کیږی او دا یوازي د وروستیو وختونو خبره ده چي په دې قبایلو کي وروسته بیا یوسفزي، محمدزی، سلیمانخېل  اونور داسي نومونه  وینو چي یا عربي او یا یهودي ریښې لري. د خارکوف د ښار پروفیسر ډورن چي د افغانانو تاریخ یې ترجمه کړی او ډېر عالمانه یاداشتونه یې پرې لیکلي دي پر هغو مختلفو نظریو باندي بحث کوي چي د افغانانو اصل نسب قبطیانو، یهودانو، ګرجیانو، ترکانو، مغولو او ارمنیانو ته رسوي. دی په ډېر تلوار او سر سري توګه هغو نظریاتو ته اشاره کوي چي وايی افغانان له انډوسیتین، ماد، سغدیانو، فارسیانو او هندیانو څخه راغلي دي. پر دې ټولو باندي له غور کولو څخه وروسته دې نتیجې ته رسیږي چي دوی په دې یادو سویو قومونو کي له هیچا څخه سرچینه نه اخلي او له دغو اوسنیو ځایونو او غرونو پرته، چي دوی پکښي اوسي، له بلي هیڅ خاوري سره اړه نه لري. هغه کتاب ص ص ۲۰۸-۲۰۹

سر اولف کیرو، چي یو له ډېرو دقیقو مورخینو څخه دی، د قیس عبدالرشید پټان ټوله کیسه یوه تشه افسانه بولي او لیکي: « له دې بیان څخه پخپله دا معلومیږي چي دا یوه افسانه ده. حتی د قیس او د هغه د ملګرو مسلمانېدل هم سړی ردولای سي؛ موږ د باوري اسلامي متونو څخه لکه البیروني او د هغه معاصر عتبي، چي دواړو د محمودغزنوي په وخت کي لیکني کولې دغه افسانې بې اساسه بللای سو. دغه متون موږ ته وايي چي د قیس له زمانې څخه څلور پېړۍ وروسته لا د کابل خلک نه وه مسلمانان سوي او دا خلک یوازي د محمودغزنوي په وخت کي مسلمانان سول. د جیپال د هندوشاهي پاچهي تر کابل پوري غځېدلې وه او محمود مجبور وو چي د سلیمان د غرونو له کافرو افغانانو سره وجنګیږي. حتی وروسته په ۱۱۹۲ کال کي د معزالدین محمدسام غوري او پریتويراج په جنګونو کي په دواړو خواوو کي افغانان جنګېدل. یعني په دې حساب، د دوولسمي پېړۍ تر پایه پوري لا  ټول افغانان مسلمانان سوي نه ول… نو له دې څخه داسي معلومیږي چي د یهودو خپل تاریخ چا سم لوستی نه دی او مطالب یې اړولي را وړي دي. د اثوریانو او بابلیانو تر منځ یې د یوه بل د نیولو او بندیانولو افسانې را اخیستي دي؛ هغه یې په اسراییلو پوري تړلي دي  او بیا یې نو ساول ته یو زوی ورجوړ کړی دی. او دا چي په دې منځ کي د زرو کالو توپیر را ځي دې ته خو لا څوک څه نه وايي. اتلفینسټون له دې کیسو څخه نتیجه اخلي چي دا داسي ښکاري لکه د رومنانو لپاره جوړي سوي افسانې او یا دا چي برټانویان د ټروجان سره وتړو. دا ډېره ښه نتیجه ګیري ده زه فکر کوم چي دا مفکوره برټانوي اسراییلیانو جوړه کړې ده. کیرو ص ۹

البته هینري جورج راورټي، چي ښايی د پښتو په ژبه کي د هغه په اندازه باصلاحیته مستشرق یا ونه لرو او یا ډېر کم وي، پر پښتو انګلیسي ډیکشنري باندي د مقدمې په ترڅ کي لیکي: « له بلي خوا، کله چي د پښتو افعالو خصوصیت او تلفظ او ځینو نورو خصوصیاتو ته وګورو نو موږ ته به څرګنده سي چي دا یوه خاصه ژبه ده چی له بلي هري ژبي سره توپیر لري.» راورټي  د ډیکشنری مقدمه  ص   ۱۸                                 

د دې ټولو خبره نتیجه دا ده چي د یوې ژبي یا یوه قوم د معرفي کولو او تاریخي ریښو د څېړلو په برخه کي باید له هیڅ ډول تنګ نظرۍ او دښمنۍ څخه کار وانه خیستل سي. که چیري څوک دا ثابته کړای سي چي پښتانه د یهودو له نسله او ژبه یې عبري ریښې لري، نو دا خو هیڅ خبره نه ده بلکه د تاریخ یو تاریک کونج به یې روښانه کړی وي. دغه راز که څوک افغانان د قفقازیانو، هندوانو، آریایانو، اېرانیانو او یا کلدانیانو اولاد و بولي او ښه دلایل وړاندي کړای سي هیڅوک به مخالفت ورسره ونه کړي. 

 د پښتنو د بني اسراییلیت په برخه کي د مخزن افغاني او ورپسې آثارو نظریات ځکه د منلو نه دي چي له پیل څخه تر پایه پوري تاریخي او منطقي اساس نه لري. له دې نظریې سره الفینسټون او نور پوهان هم له دغه امله مخالفت څرګندوي، نه دا چي څوک له اسراییلو سره کوم خاص مخالفت او دښمني لري. 

۱: هروي، خواجه نعمت الله. تاریخ خان جهاني و مخزن افغاني  اُردو . چاپ لاهور، طبع دوم ۲۰۰۴.

۲: ننګرهاری، اخوند درویزه. تذکرته الابرار و الاشرار. طبع مکتبه اسلامیه محله جنګي پشاور. سال طبع نامعلوم.

۳: افغاني، سیدجمال الدین. تتمته البیان فی تاریخ الافغان. مترجم به فارسي محمدامین خوګیاني. چاپ کابل.

4: Elphinstone, Mountstuart. An Account of the Kingdom of Caubul. Vol 1. Karchi, Pakistan. 1972.

5: Allami, Abul Fazl. The Aini Akbari. Vol 2 India 1994.

6: Caroe, Sir Olaf. The Pathans. Karachi, Pakistan 1985.

7: Raverty, Capt. H.G. A Dictionary of the Puskhto, Pushto or Language of the Afghans. New Delhi, India 1995.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب