جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېدریتاوان/ عصمت قانع

تاوان/ عصمت قانع

په جومات کې اقامت وویل شو، سپین ږیري په مخ کې صف کې ودرېدل، سپینې، برګې، سرې شناوۍ یعنې مۍ اووریجې ږیرې والا کلیوال ټول د مخ په صف کې ودرېدل. له شا څخه کشران وو چې عمرونه یې تر دېرشو او څلویښتو کالو پورې رسېدل، د جومات په بل صف کې ودرېدل. کشران او ځوانان له شاه پسې ودرېدل.

ملا کاکا الله اکبر وویل او په جومات کې لمونځ شروع شو.

د کلي د جومات د جماعت د لمانځه صفونه به همېشه تر پنځو شپږو صفونو پورې رسېدل، ځکه د کلي ملا صاحب به په وعظونو، نصیحتونو او تقریرونو کې ویل، چې ای مسلمانانو؛ له ښځو سره په یوه کوټه او خونه کې لمونځ کول د نارینتوب ریشخند دی، د جومات لمونځ د کور تر لمانځه یو په زره فضیلت لري.

همدا وجه وه، چې جومات به پنځه وخته له لمونځ کوونکو څخه پرمامور وو او هېچا هم هڅه نه کوله چې په کور کې لمونځ وکړي او یا په اصطلاح پر نارینتوب یې تور او پور پورې شي.

د جماعت د لمانځه لومړنی رکعت په خیر او خیریت تېر شو، په دوهم رکعت کې چې کله ملا کاکا سجدې ته ورکوز شو او مقتدیان هم سجدې ته ور ټیټ شول په ملا صاحب پورې د ولاړ لومړي صف د یوه لمونځ کوونکي ډینګ شو او اودس یې مات شو.

لوی شرم رامنځ ته شوی وو، بې اودسه مقتدي تر خپل څنګ پر سجده پروت لمونځ کوونکی پر څټ باندې په څپیړه وواهه او چیغه یې کړه چې پاڅه خدای دې خوار که، بې اودسه لمانځه ته دوام ورکوې!

د بې اودسۍ له تور سره مخامخ شوي مقتدي هم لمونځ پرېښود او بې اودسه لمونځ کوونکي ته یې وویل، چې ستا پلانه اودامانه وښکنځم دوسه اودس ستا مات شو اوتاوانوې یې پر ما.

بس په جومات کې شخړه شروع شوه. ملا کاکا مجبور شو په بېړه یې اضطراري سلام وګرځاوه او د مقتدیانو د شخړې د حل هڅه یې شروع کړه.

هسې هم د جماعت لمونځ د جنجال کوونکو اړخونو د تورونو، الزامونو، تهمتونو او یو پر بل د نارواوو د تپلو په وجه دوهم پړاو ته وغځېد. پدې وخت کې د کلي مشرانو چې په لومړي صف کې ولاړ وو د ملا امام مرستې ته را ودانګل او د جنجالي اړخونو ترمنځ یې د جنجال او شخړې د حل هڅه شروع کړه.

خبره په شریعت نه حل کېدله، ځکه دواړو خواوو یو پر بل د اودس د ماتېدو تور لګاوه او ورسره، ورسره یې یو بل د هدیرې په مشرانو مړو باندې ښکنځل.

خبره پښتو ته ولاړه، د کلي د جومات ملا صاحب او سپین ږیرو مشرانو له جنجالي خواوو څخه توی وړی واک واخست او بالاخره یې پرېکړه وکړه، چې د دواړو جنجالي اړخونو اودس په شک دی، دواړه اړخونه دې له سره اودس تازه کړي او بیا دې جومات ته راشي او لمونځ دې اداء کړي.

بې اودسه او د بې اودسۍ له تهمت سره مخامخ شوي لمونځ کوونکي دواړه له جوماته راووتل او د کلي د کاریز خواته د نوي اودس په نیت روان شول.

په همدې وخت کې هغه کس چې په رښتیا یې اودس مات شوی وو خپل مقابل طرف ته وویل، چې ګوره ما به منې څنګه مې نیم ټیز درباندې تاوان کړ.

یاره انډیواله وروره ګله، اوس چې زه د کابل د ارګ ادارې ته ګورم هماغه د جومات جنجال وینم. د یوه کس اودس په انتخاباتي معرکه کې مات شو، وه یې بایلله، سم دم بایلات یې په برخه شو، بې اودسه شو او باید له صفه وتلی وای، خو په ستره سپین سترګۍ یې لاس پورې کړ، د قانون له مخې خو باید ځای پر ځای ناست وای، خو دده جنجالونو، تهمتونو، ناروا تورونو خبره د جان کیري تر مرکې پورې وغځوله او جان کیري هم د جومات د ملا په توګه اودس مات نیم پر عبدالله ور وتپلو او نیم یې پر بې ګناه او اودس لرونکي مفکر تاوان کړ.

عبدالله ته یې د هغه د هغو جنجالونو، تهمتونو، تورونو او ناروا الزامونو په بدل کې نیم حکومت او نیمه کابینه ور وسپارله او بیا مفتي شیخ الفتاوي حضرت جان کیري صاحب د ټولې نړۍ په مخ کې برملا اعلان وکړ، چې اصلاً اودس د اجراییه رییس ښاغلي عبدالله عبدالله مات شوی وو.

اشرف غني ددې پر ځای چې په جومات کې جنجال ژر ختم شي او د جومات فضا د عبادت لپاره بېرته عادي حالت ته را وګرځي، نو یې د نیم اودس مات تور او تهمت پر غاړه واخست او نیم اودس مات یې قبول کړ.

پرون چې مې د پنځوس فیصدي واک د نیمې کابینې حالت ته کتل، نو همدا خبره مې تر غوږو تېرېدله، چې د تهمتونو، تورونو او الزامونو د لګولو پروسه که څه هم د جهادي ایله جاریانو لپاره اوږده وه، خو نتیجه یې تر شاتو او نباتو هم خوږه وه.

نیم په نیمه واک، نیم په نیمه حکومت، نیم په نیمه صلاحیت، نیم په نیمه طاقت فقط د سپینو سترګو د زور نښه وه.

او دا زور هم د ډیموکراسۍ په عبادت کې د هغه ټیز نتیجه ده، چې د نړۍ شعور او عقل د انتخاباتو د اودس مات لابراتوار او د مدني فرهنګ ابزار یې ټول سرچینه د غبي مجاهدینو د بې شرمۍ په سوړه پورې تړلې بولي، خو د دنیا استخباراتي امامت همدا غوښتل ترڅو د یوه ملت د دیموکراتیک تصمیم سپېڅلتوب د تور او تهمت په دوړو کې داسې پټ شي، چې د موندلو دوربینونه یې هم د استخباراتي امامت له لستوڼو راووځي.

اوس خوهغه ده نیم اودس پر بیګناه لمونځ کوونکي تاوان شو، کابینه نیمه شوه، واک نیم شو، د هېواد مجهول سرنوشت د ابهام پر واټ باندې د تهمتونو له ګړنګونو سره ټکر شو، آیا اوس به بیا هم هېواد له ملنډو سره مخامخ وي؟ د نړۍ پر سټیج باندې به د خپلې نماینده ګۍ له کومیډي او رسوا حالت سره لاس او ګرېوان وي؟

زه خو وایم پوز پرېکړي شرم نه لري، هسې نه چې بل تاوان ته ملا وتړي.

11 COMMENTS

  1. قانع صاحب ډیره په زړه پوری مقاله دی لیکلی دی الله دی خوشحاله لره تل دی حقایق په ډاګه کړیدی

  2. قانع صاحب دیره په زړه پوری لیکنه خو الله دی غ ته انصاف ورکړی چی د ع سره یو ځای شو غیرت یی قاطعیت یی هرڅه یی په صفر کی ضرب شول دغه د مزار بی نوره عظا ګی خو ی ژر تر ژره د بلخ د ولایت څخه تر غوږ نیولی او ایستلی وای

  3. قانع صاحب! په اودس ماتوکې داسې یو متل دئ چې وائي (بیګیریش که نګیرید ).په دوئ کئ سپين سترګي یوعادي خبره ده ، نوځکه ئې میدان په بې شرمۍ ،بې ایمانۍ او بې عدالتۍ ګټلئ۰ دوی سره دولس څه غم شته ،دوی ته خپله ګیډه مهمه ده۰

  4. Or maybe ” نیم اودس مات تور ” and ” نیم اودس مات ” were both اودس مات in the first place to begin with in order for the show to proceed.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب