یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد لوڅو فلمونو لیدل مو ژوند ګواښي

د لوڅو فلمونو لیدل مو ژوند ګواښي

حامد اشنا –

دا به مو ډېر اوريدلي وي چې د لوڅو فلمونو لیدل په بدن او دماغو بد اثر کوي او کمزوري کوي يي، خو له دې به نه یاست خبر چې د دې ترڅنګ یوه ناوړه ناروغي هم پیدا کوي.

په یوه تازه څېړنه کې ساینس پوهانو او ارواپوهانو د ذهني ناروغیو په لست کې یو بل نوم هم ورزیات کړی چې د لوڅو فلمونو د لیدو له امله پیدا کیږي.

دا ناروغي چې (پورن ټرامیټک سټریس ډس آرډر) نوميږي هغه کسان پرې اخته کیږي چې په کم عمر کې د لوڅو فلمونو لیدو ته مخه کوي.

د دې خطرناکې ناروغۍ په اړه ارواپوهانو ته هله معلومات وشول چې یوه شپاړس کلنه نجلۍ په داسې حالت کې روغتون ته راوړل شوه چې د ځانوژنې هڅه يي کوله.

د ارواپوهانو له څیړنو معلومه شوه چې نجلۍ له ماشومتوبه له خپل مور او پلار سره په یوه خونه کې اوسیده او پلار به يې هره شپه لوڅ فلمونه لیدل.

نجلۍ په خپلو خبرو کې ویلي چې هڅه يي وکړه پلار له دې کاره منې کړي خو هغه پرې لاس پورته کړ.

نجلۍ ډاکټرانو ته ویلي چې هغه لوڅې صحنې یې هیڅ له  ذهنه نه وځي او بیا بیا یې مخې ته دریږي او دې چارې د دې پر زده کړه هم ژور اغیز کړی چې لامله یې له ښوونځي هم وشړل شوه.

نجلۍ وايي: ((لوڅو صحنو به همېشه ځورولم او د ګناه احساس به مې کاوه، نو ځکه مې د ځانوژنې هڅه وکړه)).

د ډاکټرانو په وینا دا دماغي ناروغي د هر عمر لرونکي ته پیدا کیدای شي، خو په ماشومانو ډېر ژر اغیز کوي.

3 COMMENTS

  1. ښه دا خو ‌‌‌‌‌‌ډیر خه معلومات ول. اوس پوه شو چۍ د آی اېس ای ځان وژ ونکي مریضان څرنګه ټرین کیګي. اول پرې جنسي تیری بیا دا فلمونه نو اوتومات یی ددې دنیا زړه ورتوروی چی امریکې کې ماشوم ځانوژنی افغانستان کې خوبه اولاطریقه وژنی.

  2. دیره دیره مننه چه له داسی موضوعاتو مو خلک خبر کره خو افسوس چی بعضی خلک د خپل ځان په تاوان هم ندی ښه به پوهیږی دا داشی زما د صحت لپاره مضر دی خو د ۵ دقیقو د خوند لپاره خپل ټول ژوند په خطر کی اچوی خو مهم خبره داده چه ساینس پوهانو ددی په بارکی اوس تشخیص وکره چی داسی فلمونه د صحت لپاره مضر دی او قران الکریم ځو زره کاله مخکی یی له داسی بد اخلاقو فلمونو څخه یی منع کری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب