Homeخبرونههند په ۶ ویکټونو بنګله دېش ته ماته ورکړه

هند په ۶ ویکټونو بنګله دېش ته ماته ورکړه

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د کرکټ اتلانو اتلولۍ/ چمپینز ټرافي د اې ګروپ په دوهمه سیالۍ کې نن هندوستان په ۶ ویکټونو او ۲۱ توپونو بنګله دېش ته ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې، چې په متحده عربي اماراتو کې وشوه، لومړی بنګله دېش توپ وهنه / بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په ۴۹ اور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې ۲۲۸ منډې یې کړې وې.

هندي لوبغاړي محمد شامي ۵، هرشیت رانا ۳ او اکسر پټیل ۲ لوبغاړي وسوځول.

د بنګله دېش لپاره توحید هردوی ۱۰۰ او جاکر علي ۶۸ منډې وکړې. اکثره نور بنګالي لوبغاړي ژر – ژر وسوځېدل.

خو د هند لپاره بیا پیلګر لوبغاړي شوبمن ګیل ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. ګیل په وروستي یو کال کې ډېر په ښه فورم کې دی. نوموړی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...