تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې طالبان له نړۍ سره د تعامل هیله لري.
ښاغلي مجاهد نن په کابل کې په سردار محمد داوود خان روغتون کې د یوه نوي روغتیایي مرکز د پرانستې په مراسمو کې وویل: «افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه ده او غواړي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په ساتلو سره له نړیوالې ټولنې سره مشترک ژوند وکړي».
د ملا یعقوب مجاهد په شان د طالبانو منځلاري مشران په دې پوهیږي چې په اوسنۍ نړۍ کې هیڅ هیواد له نورې نړۍ جلا په جزیره کې نه شي اوسېدای خو د دوی هڅې عموماً د خپل مشر د افراطي اعمالو له کبله له خاورو سره خاورې شي.
حاضردمه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر سختو نړیوالو بندیزونو لاندې دی، او د دوی سختدریځې پالیسۍ، په ځانګړي ډول د ښځو پر ضد محدودیتونه، د نړیوالې ټولنې له لوري د دوی او افغانستان د منزوي کېدو سبب شوي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: «موږ نه غواړو چې افغانان بیا مهاجرت ته اړ شي. باید د دغو ستونزو پر وړاندې ودرېږو.»
ملا یعقوب د طالبانو د موجودو ستونزو په اړه وویل: «په دې لار کې موانع شته، خو باید له تدبیر او صبر سره پرې بریالي شو.»
هغه د ستونزو ژر حل غیرواقعي وباله او ویې ویل:«ځینې وخت د یوې ستونزې د حل پر مهال نور لوی خنډونه پیدا کېږي.»
یوازی څڼی،ږیره او لنګوټه کافی نده! ډیر څه کول په کار دی.خود کرده را درد است نه دوا.!