تاند (جمعه، د کب/ حوت ۳ مه) د جنوبي افریقا د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر تمبا باووما د جمعې په ورځ د کراچۍ په نړیوال جام (چمپینز ټرافي) کې د افغانستان خلاف د خپلې لوبډلې د لومړۍ لوبې په درشل کې له خپلې لوبډلې وغوښتل چې له خپل نهايي وسه کار واخلي.
دا به، له هغه وروسته چې افغانستان د تېر کال په سپتمبر کې په شارجه کې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې افغانستان، جنوبي افریقا ته دوه پر یو ماته ورکړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړنۍ سیالي وي.
باووما وویل، افغانستان به له هماغې بریا څخه اعتماد او حوصله واخلي.
باووما وویل: «هغوی یوه ډېره سیالګره لوبډله ده، زه فکر کوم چې هغوی په خپله لوبډله کې ډېر تجربه کار لوبغاړي لري. داسې کسان چې په نړیوال کرکټ کې تجربه لري، نو موږ باید تر وسه وسه خپله غوره لوبه وکړو.»
ده زیاته کړه:
«موږ تېر کال د دوی په وړاندې ولوبېدو او هغوی بریالي شول، نو هغوی به د اعتماد له کمي سره مخامخ نه وي، خو موږ د خپل چمتووالي ټول اړخونه بشپړ کړي دي.»
ده د چمپینز ټرافي هره لوبه مهمه او ناک اوټ ته ورته وبلله: «هیله لرو چې موږ به په دې ټورنمنټ کې پنځه لوبې وکړو، نه درې، او تر ټولو مهم دا چې هغه مهمې شېبې وګټو، چې د بریا لپاره اړینې وي.»
د چمپینز ټرافي د سیالیو جوړښت
په B ګروپ کې اسټرالیا، انګلستان، جنوبي افریقا او افغانستان شامل دي.
په A ګروپ کې پاکستان، هندوستان، نیوزیلینډ، او بنګلهدېش دي.
د هر ګروپ دوې مخکښې لوبډلې به نیمه پایلوبو ته وځي.
د جنوبي افریقا تاریخچه – د “چوکرز” لقب
سویلي افریقا د ۱۹۹۸ کال د چمپینز ټرافي لومړنۍ اتله لوبډله وه، چې هغه مهال دا سیالۍ د ICC Knock-Out Trophy په نوم یادېدې.
خو له هغه را وروسته، جنوبي افریقا د لویو نړیوالو ټورنمنټونو په ناک اوټ پړاوونو کې ماتې خوړلې، چې له کبله یې د “چوکرز” (chokers) لقب ترلاسه کړی.
دوی د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام (ODI World Cup) نیمه پایلوبه له لاسه ورکړه،
او د ۲۰۲۴ کال په T20 نړیوال جام کې د هند پر وړاندې دوهم مقام ته پاتې شول.
باووما رد کړه چې د اوږدې مودې فشار به د لوبغاړو پر ذهنونو تاثیر ولري.
«دا چې موږ د ICC په نورو سیالیو کې بریالي نه یو، له دې څخه منفي احساس نه لرو. بلکې موږ ډېر مثبت ذهنیت او باور لرو، چې څومره مخکې تللی شو.»