Homeخبرونهټي ټي پي له خپلو غړیو وغوښتل چې له پښتون ژغورنې غورځنګ...

ټي ټي پي له خپلو غړیو وغوښتل چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کار ونه لري

تاند (دوشنبه، د میزان ۳۰ مه) ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک له خپلو ټولو غړیو غوښتي چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره کار ونه لري او خپل ټول تمرکز د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو وکړي.

دغه تحریک نن په یوه خبرپاڼه کې پر خپلو جنکیالیو همداراز غږ کړی چې په قومي جرګه کې د شویو پرېکړو په اړه غلي پاتې شي او له هغوی سره کار ونه لري.

د پښتون ژغورنې غورخڼګ په بلنه د اکتوبر له ۱۱مه تر ۱۳مې پورې په خیبر کې د پښتنو قومي جرګه جوړه شوه. دې جرګې غوښتنه کړې چې په دوو میاشتو کې دې د پاکستان پوځ او طالبان له ټولې پښتونخوا ووځي.

خو ټي ټي پي له خپلو غړیو غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړیو له فعالیتونو سره کار ونه لري او د جرګې د پرېکړو په اړه هم تر راتلونکي وضاحت پورې غلي پاتې شي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «تر هغه وخته پورې دې ټول مجاهدین که هغه جنګیالي وي او یا د ټولنیزو رسنیو فعالان، باید د تحریک تګلاره غوره کړي او خپله ټوله توجه د ظالم، جابر او غاصب پوځ لوريته واړوي.»

د پاکستاني طالبانو تحریک له خپلو غړیو غوښتي چې خپل ټول پام د پاکستان پوځ ته واړوي:«موږ په ځلونو ویلي چې زموږ هدف یوازې پوځ امنیتي ارګانونه او د هغوی ملاتړي دي او پولیسو ته مو پیغام ورکړی چې تاسو زموږ اصلي هدف نه یاست، لطفاً په دې جګړه کې برخه مه اخلئ.»

پولیس ځايي اوسیدونکي دي خو د پوځ تر ۹۰ سلنه ډېر غړي په پنجاب ایالت پورې تړاو لري چې هم یې ټي ټي پي او هم یې پښتون ژغورنې غورځنګ غاصب او بلوسګر بولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...