جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ترکیې د ولسمشر سخت مخالف فتح الله ګولن وفات شو

د ترکیې د ولسمشر سخت مخالف فتح الله ګولن وفات شو

 د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سخت مخالف او د هغه پر ضد په کودتا تورن فتح الله ګولن د ۷۳ کلونو په عمر په امریکا کې وفات شو.

ګولن ته د نژدې سرچینو راپورونه وايي چې ښاغلی ګولن د یکشنبې په ورځ په امریکا کې په یوه روغتون کې وفات شوی.

دا مذهبي خطیب او د اخلاقي او دیني علومو ښوونکی په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې اوسېده.

«هرکول» وېبپاڼې، چې د ګولن له خوځښت سره نژدې اړیکې لري، د نوموړي د مړینې خبر ورکړ. ګولن چې په ترکیه کې د ارزروم په سیمه کې زیږېدلی و، د وفات پر وخت ۸۳ کلن و.

په ترکیه کې ځینو رسنیو لکه ان‌تي‌وي او هابر په امریکا کې د ګولن د نژدې کسانو له قوله د نوموړي د مړینې خبر ورکړی دی. خو د ترکیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فتح‌الله ګولن نوم د ۲۰۱۶ کال د دوبي په نیمایي کې په ترکیه کې هغه مهال ډېر مطرح شو چې اردوغان ګولن په کودتا تورن کړ او د هغه د جریان د ماتې اعلان یې وکړ.

له دې کبله زرګونه کسان چې له پوځ، قضایي ادارو، دولتي ادارو، او د پوهنتونونو او ښوونځیو ښوونکي وو، ونیول شول او محاکمه شول.

فتح‌الله ګولن د ترکیې دننه او له هغې دباندې د یوه پیاوړي اسلامي خوځښت بنسټ ایښودونکی و، خو د خپل ژوند وروستي اته کلونه یې په داسې حال کې تېر کړل چې د رجب طیب اردوغان پر ضد په “کودتا” تورن و.

هغه د رجب طیب اردوغان له لومړنیو ملاتړ کوونکو او متحدینو څخه و چې د سیاسي ځواک ترلاسه کولو په لاره کې یې د عدالت او پراختیا ګوند په جوړولو کې مرسته وکړه، خو وروسته یې اړیکې سختې خرابې شوې.

ګولن د افغانستان په شمول د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې ښوونځي هم جوړ کړي وو. په افغانستان کط افغان ترک ښوونځیو چارې وروسته د ترکیې حکومت په خپل لاس کې واخیستې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب