دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهاري بزګرانو سږکال تر۶۱ کیلوګرامه زیات زعفران بهر ته صادر کړي

کندهاري بزګرانو سږکال تر۶۱ کیلوګرامه زیات زعفران بهر ته صادر کړي

تاند ( دوشنبه د میزان ۳۰مه) کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست ویاند وایي د دې ولایت بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یاد ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل له قوله لیکلي، چې یاده اندازه زعفران متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

حقمل دا خبره پرون یکشنبه یاد اژانس ته کړې ده.
په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کرکیلې تر بندېدو او د بزګرانو تر اندېښنو وروسته بزګرانو د زعفرانو کرکېله زیاته کړې ده.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې “د ښه خوند” جایزه ترلاسه کړې ده.

کرنیز پوهان هم په دې باور دي، چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې افغان زعفران د ښه کیفیت له امله ښه نوم او ځای لري.
دوی ټینګار کوي، چې اوسنی د طالبانو حکومت دې د زعفرانو کرکیله زیاته او په دې برخه کې دې د بزګرانو لاسنیوی وکړي، څو د کوکنارو د کر له بندېدو وروسته دوی بدیل ترلاسه او ښه عاید لاسته راوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب