دوشنبه, اکتوبر 21, 2024
Homeخبرونهټرمپ وایي: چین مې ځکه درناوی کوي، چې پوهېږې زه لېونی یم

ټرمپ وایي: چین مې ځکه درناوی کوي، چې پوهېږې زه لېونی یم

تاند (دوشنبه د میزان ۳۰مه) د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ له وال‌سټریټ ژورنال سره په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې سپینې ماڼۍ ته له بېرته ګرځېدو سره سم به که چین پر تایوان پوځي یرغل وکړي؛ نو پر وارداتي تعرفو لګولو به يې پښېمانه کړي.

ټرمپ دا هم ویلي چې هغه به په تایوان کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره پوځي ځواک ونه‌کاروي.

نوموړي په زغرده وویل، چې «ولسمشر شي زما درناوی کوي او پوهیږي، چې زه لیونی یم».

هغه چینایي مشرانو ته ګوتڅنډنه کړې، چې که د تایوان خاورې ته ننوځي نو دی به اړ شي، چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ سلنه مالیه ترې واخلي.

له دې مخکې د چین بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي وه؛ چې ډونالډ ټرمپ د شخصي ګټو لپاره د نورو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې نفاق اچوي.

دوی په خپلو خبرو کې ټرمپ د هېوادونو ترمنځ داختلافاتو اچوونکی او د خرابوونکیو کړنو پيلوونکی بللی دی.

1 COMMENT

  1. لیونی خو معلوم دار یی ، خو ګلمرجان هم یی؟
    دا چې کله د ټاکنو پایلی اعلان شي ، ګلمرجان به ځان ثابت کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب