جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په دې ورځ بارک اوباما زېږېدلی

په دې ورځ بارک اوباما زېږېدلی

 باراک حسين اوباما (Barack Hussein Obama) د ١٩٦١ م کال د اګست په څلورمه نېټه د امريکا په هاوايي ايالت کې زېږېدلی او د امريکا د دیموکراټ ګوند غړی دی.

نوموړی تر ولسمشرۍ مخکې د ايلينوی ايالت سناتور و. هغه د امريکا د ٢٠٠٨ کال ولسمشرۍ ته د نوماندۍ له مهاله د عراق د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې وه او بالاخره د ٢٠٠٨ کال د جون په درېيمه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند له لوري کاندید شو.

هغۀ د ماشومتوب څلور کلونه په جاکارتا کې تېر کړي او په کېنيا کې د زېږېدلي پلار زوی دی، هغه د مسيح د متحدې کليسا (United Church of Christ) د پروتستان فرقې مسيحی دی.

شخصي ژوند

بارک اوباما د يو کېنيايي تورپوستي او د امريکا د کانزاس ايالت د وچيتا د اوسېدونکې سپين پوستې مېرمنې زوی دی.

که څه هم خپل سکه او ناسکه پلرونه يې مسلمانان وو خو هغه يو مسيحی دی او په څلور کلنۍ کې چې په اندونيزيا کې اوسېده نو د مسلمانانو په مذهبي ښوونځي کې د کاتوليکانو يا سکولرانو ښوونځي ته تللی دی.

د هغه مور او پلار په مانوا کې د هاوايي په پوهنتون کې له يو بل سره پېژندلي وو.

زده کړې

اوباما لومړی په ١٩٨٣ کال له کولمبيا پوهنتونه د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو لېسانس تر لاسه کړ. په ١٩٨٨ کال يې په شيکاګو کې له څو کلونو کار وروسته تحصيلي پور واخيست او د هاروارد پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته داخل شو.

په هاروارډ کې د هغه پرمختګ دومره چټک شو چې د خپل تحصيل په دوهم کال د هاروارډ قانون د خپرونې مشر وټاکل شو. هغه د دغه سازمان د مشرۍ په پړاو کې دغه خپرونې ته چې بنسټپالو او ليبرال محصلو کړيو پکې ستونزې رامنځته کړې وې بېرته سره منظمه کړه. اوباما ډېر ژر له هاروارډ پوهنتونه د حقوقو افتخاري دوکتورا (magna cum laude) ترلاسه کړه، د شيکاګو پوهنتون د حقوقو پوهنځي ډېر ژر د نوي علمي پلاوي په توګه وګوماره.

سياسي ژوند

اوباما د ٢٠٠٥ کال د جنورۍ په ٤ نېټه سناجرګې ته لاره ومونده، سره له دې چې نوی و د پوهو سلاکارانو يوې ډلې چې معمولا نوو سناتورانو ته دومره اهميت هم نه ورکوي استخدام کړ، هغه پيت روز د خپل ملي سياست د مشر په توګه وټاکه، دغه راز يې اقتصادپوه کارن کورن بلو د خپل سياسي مرستيال په توګه غوره کړ. د کلينټن پخواني اجرايي مشران، آنتون ليک او سوزان رايس په بهرني سياست کې خپل سلاکاران وټاکل.

اوباما پنځم افريقايي امريکايی دی چې سناجرګې ته يې لاره موندلې او درېيم افريقايي امريکايی دی چې په زياتو رايو د سناتور په توګه ټاکل شوی. هغه يوازېنی سناتور دی چې د کانګرس د تورپوستو د ګوندي کمېټې غړی دی. سي کيو چې يوه ملي اوونيزه ده او د ګوند پولې نه پېژني هغه يې د ٢٠٠٥ او ٢٠٠٧ کلونو ترمنځ تر ټولو وفادار ډموکراټ معرفي کړی.

دغه راز د نشنل ژورنال د مجلې له خوا د ترسره شوو نظر پوښتنو له مخې هغه په ٢٠٠٧ زېږدي کال کې تر ټولو ليبرال سناتور پېژندل شوی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني پړاوونه

اوباما له خپلو پلويانو سره د ٢٠٠٧ کال په فبرورۍ مياشت کې په ايلينوی ايالت کې په يوه وينا کې وويل چې د ٢٠٠٨ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته به ځان ونوموي. د هغه ټاکنيز مرکز وکولای شو چې د ٢٠٠٧ کال په نيمايي کې د هغه له ملاتړو ٥٤ ميليونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېرو کلونو په ټاکنو کې د پانګې د جلب يو ريکارډ وو.

اوباما د ۲۰۰۸ م کال د نوومبر په ۴ مه د امریکا ولسمشر غوره شو. دا د امریکا په تاریخ کې لومړي وار و چې تورپوستی د دغه هیواد ولسمشرۍ ته ورسید.

د ټاکنو لګښت

د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر مياشت کې اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دولتي مالي تامين په سيستم کې ونډې اخيستو ته چمتو دی د هو ځواب ورکړ او زياته يې کړه چې په عمومي ټاکنو کې به له دولتی بودجې د استفادې لپاره د هوکړې د ترلاسه کولو هڅه وکړي. سره لدې اوباما د ٢٠٠٨ کال تر لومړيو د اهدايي مرستو له لارې د ٢٣٤ ميليونو ډالرو په راټولو بريالی شو.

د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ مياشت کې اوباما ٣٢ ميليونه ډالره مرسته تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې هيلري کلنټن اړ شوه چې د ټاکنيزو مبارزو لپاره له خپل شخصي حسابه پنځه ميليونه ډالره واخلي.

د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې سناتور اوباما ٤٢ ميليونه ډالره په خپلو ټاکنيزو فعاليتونو ولګول چې د هيلري کلينټن له ٩ ميليونه ډالرو سره يې زيات واټن درلود.

باراک اوباما په رسنيو کې

د ټايمز اوونيزې د ٢٠٠٨ کال د مۍ مياشتې د دوهمې نېټې په ګڼه کې د نړۍ د بانفوذه نارينه وو او ښځينه وو کلنی نوملړ خپور کړ، په دې نوملړ کې اوباما د (د هېوادونو د بانفوذه او انقلابي شخصيتونو) په برخه کې درېيم مقام خپل کړ.

د جرمايا رايت پادري شخړه

د ٢٠٠٨ کال په اپريل کې باراک اوباما د خپل پخواني پادري جرمايا رايت د خبرو په غبرګون کې وويل: هغه نظرونه چې د ښاغلي رايت لخوا بيان شوې زه يې خپه کړی او غوسه کړی يم.

هغه دغه راز د رايت خبرې تفرقه اچوونکې او ورانوونکې وبللې او د هغو کسانو د ګټو لپاره يې وبللې چې د توکمي تنفر لپاره هڅه کوي. جرما رايت د امريکا دولت له تورپوستو سره په بدچلند او په قصدي توګه د هغوی په منځ کې د ايډز ويروس په خپرولو تورن کړی وو، هغه ويلي وو چې د امريکا تورپوستي بايد د امريکا د دولت بد چلند په ياد ولري او ووايي: خدايه په امريکا له هغوی سره د بد چلند له امله لعنت وکړې.

اوباما د امريکا د دولت په اړه د جرما رايت د جنجالي خبرو په غبرګون کې وويل: باوري يم چې دغه خبرو دامريکا د تورپوستو د کليسا له نظره سم تصوير نه دی وړاندې کړی دغه خبرې زما ارزښتونه او باورونه نشي انځورولای.

باراک اوباما دغه راز هڅه وکړه چې له ښاغلي رايت څخه ليرې شي هغه وويل: جرما رايت نور داسې څوک نه دی چې ما شل کاله وړاندې ليدلی وو هره اړيکه چې مې ورسره درلوده د هغه د ويناوو له امله بدلې شوې دي.

سياسي دريځونه

اوباما په عراق کې د بوش د سياستونو له لومړنيو مخالفينو ګڼل کېده، د ٢٠٠٢ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه ورځ چې کانګرس د عراق د جګړې مصوبه تصويب کړه او د بوش دولت ته يې د جنګ اجازه ورکړه اوباما په شيکاګو کې د عراق د جنګ د مخالفينو په ستر ټول کې وينا وکړه.

د ٢٠٠٣ د مارچ په ١٦ نېټه کله چې جورج بوش له عراقه د وتلو يا جګړې کولو لپاره صدام حسين ته ٥٨ ساعته الټيميټم ورکړ اوباما په شيکاګو کې د جنګ ضد په يو ستر ټول کې وويل چې اوس هم د جګړې د مخنيوي لپاره وخت شته. دغې مسئلې هغه د ٢٠٠٤ کال د سنا په ټاکنو کې له خپلو هغو سيالانو چې جګړې ته يې مثبته رايه ورکړې وه بېل کړ.

اوباما د يو ليبرال دريځي سناتور په توګه خپل دريځ ټينګ کړ او د ښوونې او له ايډز سره د مبارزې په څېر موضوعګانو کې يې له جمهوري غوښتونکو سره همکاري وکړه.

د ايران بنديزونه

باراک اوباما د ٢٠٠٧ کال په جون مياشت کې يوه طرحه د امريکا د استازو جرګې ته وړاندې کړه چې پکې بهرني پانګوال له ايرانه د خپلو پانګو ايستل کېدو ته هڅول کېدل. د سناتور اوباما په وينا د ايران دولت له خپلو تيلي عوايدو د خپل اتومي پروګرام د پراختيا او په منځني ختيځ کې له ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره ګټه اخلي؛ چې له ايراني دولت سره د مالي اړيکو د پرې کولو لپاره په شرکتونو د باو راوړل به د بنديزونو اغېز زيات کړي.

اسرائيل

د ٢٠٠٨ په اپريل کې د باراک اوباما او هيلري کلنټن ترمنځ په نوي دقيقه ييزه مناظره کې چې د امريکا اې بي سي تلويزيوني شبکې له خوا خپره شوه اوباما په اسرايلو د ايران د بريد په غبرګون کې وويل: امريکا به وړ اقدام وکړي.

هغه د ٢٠٠٨ کال د جون په مياشت کې د امريکايي اسرايلي عمومي اړيکو په کمېټه کې (AIPAC) وويل که ولسمشر شي هر هغه کار به وکړي چې ايران له اتومي وسلو منع شي. هغه دغه راز ايران د اسرايلو او منځني ختيځ د سوکالۍ لپاره ستر ګواښ وباله او ويې ويل: د ايران ګواښ، سخت او ريښتينی دی او زما موخه به داوي چې دغه ګواښ له منځه يوسم. هغه دغه راز اورشليم د اسرايلو نه وېشل کېدونکې پلازمېنه وبلله .

محبوبيت

باراک اوباما په ٢٠٠٤ کال د لومړي ځل لپاره د دیموکرات ګوند په غونډه کې په ملي او نړيواله کچه زيات پام ځانته جلب کړ. اوباما په دغه وينا کې په خپل ژوند او شخصي تاريخچه په تکيې سره امريکايي اېډيالونه بيان کړل.

زما پلار په زيات کار سره په امريکا کې د درس ويلو فرصت ترلاسه کړی وو؛ په داسې هېواد کې چې د ډېرو هغو کسانو لپاره فرصت وو چې لدې وړاندې هلته ورغلي وو.

باراک اوباما له دې وينا څو مياشتې وروسته په ٢٠٠٤ کال کې له خپلې بريالۍ ټاکنې وروسته د رسنيو په محبوبه څېره او په واشنګټن کې په ښه شخصيت بدل شو چې دوه ډېر پلورل کېدونکي کتابونه يې هم په خپل نامه خپاره کړل. لومړی يې (زما د پلار له خوبونو) چې سنا ته له تللو يې نهه کاله وړاندې ليکلی او د هغه خاطرې پکې راټولې شوې وې.

دوهم يې هم د امريکايي خوبونو بېرته په لاس راوړل چې د هغه افکار يې رانغاړلي دي. اوباما د امريکا د تلويزيون د محبوبې څېرې اپرا وينفری له ملاتړه برخمن دی. دغه تلويزيوني ستوري نه يوازې له هغه وغوښتل چې ټاکنو ته ځان ونوموي بلکه د هغه په ټاکنيزو تبليغاتو کې يې هم فعاله ونډه درلوده.

د ډیموکراټ ګوند په توګه د هغه ټاکل کېدل، او له مکېن سره سيالي

باراک اوباما د امريکا په تاريخ کې لومړنی تورپوستی و چې له يوې اوږدې ټاکنيزې سيالۍ وروسته په خپلې سيالې هيلري کلنټن بريالی شو. بالاخره هليري کلنټن وويل چې له دغه سياليو څنګ ته کېږي او په بشپړه توګه د باراک اوباما ملاتړ کوي.

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريا

د امريکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو په لومړنيو پايلو کې ويل شوي و چې بارک اوباما د کالج الکترال له ٢٧٠ رايو چې د ولسمشرۍ د اړتيا وړ نصاب وو ، ترلاسه کړی، اوباما په دې ټاکنو کې له برياليتوب وروسته د شيکاګو په ګرنډ پارک کې د زرګونو کسانو په غونډه کې حاضر شو او له رای ورکوونکو يې مننه وکړه .

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب