یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهکافي/اجمل پسرلی

کافي/اجمل پسرلی

د ګراج د دیوال او میز ترمنځ یې د غڼې ځاله په لاس وشکوله. د اوسپینز میز پښو پر سمنټ بد کرغاری وکړ. میز  یې د ګراج مخې ته  کیښود.

چوکۍ یې مخ په لمر ورته برابره کړه. له پخلنځي یې تیاره کړې کافي راوایسته. یوې ټوټې ډوډۍ او د عسل بوتل ته یې هم لاس وروغځاوه.

پر چوکۍ وخوځید راوخوځید. د سپینو وریځو ترمنځ شین اسمان ته یې عینکي سمې کړې. راډیو یې ولګوله، غږ یې جر و. دا راډیو له کلونو راهیسې دی هغه وخت لګوي چې د کور چمن ریبي یا په غولي کې للون کوي. د کافي پياله یې په دواړو لاسونو ورپورته کړه، د کافي بوی ته یې سترګې پټې ونیولې، په پوزه یې ساه واخیسته.

اونۍ مخکې یې میرمنې ته ویل چې بهر به کافي وڅښو. هغې ځواب ورنه کړ بیا لویه لانجه شوه. روابط یې هسې هم خراب و، ښځه یې بیلیده، پرون یې طلاق واخیست.

د میرمنې ورور د محکمې تر پریکړې وروسته ورته ویلي و چې د دې انجام به وګورې.

پياله یې کیښوده، لږ کافي پر میز وڅڅیده:

« زورور دی خو څه به وکړي؟»

«یوازې یم که د شپې کور ته راشي؟»

«پولیسو ته وار له مخه خبر ورکړم»

« ثبوت نه لرم هسې یې هم ویلي دي چې زه عصبي تکلیف لرم لور به مې بیا نه راپریږدي»

د ودانۍ ور یې پرانیست، بیرته یې پورې کړ. زور یې پرې وکړ. د دروازې خرچا شوه. ویلډینګ کار ته یې زنګ وواهه:

« غواړم دروازو او کړکیو ته پنجرې جوړې کړم»

د کافي له پیالې یې غوړپ وکړ. شونډې یې بوڅې کړې. کافي یې پر چمن وشیندله. د عسل د بوتل سر یې تاو کړ، ده فکر وکړ چې خوړلي یې دي هغه یې له سره نه و پرانیستی. خپل سر یې په غبرګو لاسونو ټینګ ونیو، سترګې یې پورته کړې. وریځې تیریدې. د لمر سترګه یې شاته کم رنګه ښکاریده، شمال یې داسې احساس کړ لکه د مني، خو منی ته لا په شمار نه، ډيرې ورځې پاتې دي.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب