Homeخبرونهپاکستاني لوبغاړي راشد لطیف افغان لوبغاړي ته وویل، ته به تل اول...

پاکستاني لوبغاړي راشد لطیف افغان لوبغاړي ته وویل، ته به تل اول نمبر یې

تاند (شنبه د میزان ۵) پخواني پاکستاني ویکټ ساتونکي او بیټسمین راشد لطیف د افغانستان د کرکټ آلراونډر لوبغاړي محمد نبي‌ ته وویل چې هغه به تل په اول نمبر وي.

راشد لطیف دا ټکي په خپل ټوېټر په یوه ټویټ کې لیکلي او ورسره یې د نبي دوه عکسونه چې په ټي ۲۰ نړۍ والو لوبو او یو ورځنیو نړۍ والو لوبو کې د لومړي مقام ذکر یې ورسره کړی دی، خپاره کړي دي.‌

هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې نبي د کرکټ په یو ورځنیو نړۍ والو لوبو او ټي ۲۰ نړۍ والو لوبو کې د لوړې درجې یا ټاپ رینکډ آل راونډر شو.

لطیف چې د ۳۵ کلن افغان لوبغاړي لوبو پرې سخت اغېز وکړ، په ټوېټر د هغه د کار ستاینه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...