سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د پخوا په پرتله په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې...

چارواکي: د پخوا په پرتله په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې راکمې شوي

تاند (شنبه د میزان ۵) د روان کال له پیله تر اوسه له باندنیو هېوادونو څخه لږ تر لږه ۵۰۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویلي، ددغو افغان کډوالو له دې ډلې یوازې ۴۸۰ زره یې له ایران څخه بېرته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند باسط انصاري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د پخوا په پرتله اوس په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې تر ډېره حده راکمې شوې دي.

د ښاغلي انصاري په خبره دوی هڅه کوي په ایران کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو امکاناتو برابرولو په موخه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د هغه په خبره د تېرو کلونو په پرتله سږکال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

باسط انصاري یې د کموالي لامل په یادو هېوادونو کې د کډوالو پر وړاندې د ستونزو هوارېدل بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ایران کې د کمپیوټري تذکرو د وېش پروسې د پیلېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې افغان کډوال به د کمپیوټري تذکرو په تر لاسه کولو سره د پام وړ اسانتاوې تجربه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی