پاملرنه
دا ځیني دومره احمق شي چې په ښکنځلو هم نه ارزي.
ټول وايي: خدایه اخيره خاتمه مو ښه کړي،
د ځینو بیا پیل او خاتمه ټوله د خدای په غضب ککړه وي.
هیواد د ټولو ګډ کور دی، په ګډ کور کې هیڅوک، څوک له ژوند کولو نه شي محروم کولای.
د هیواد قوانین د دې له پاره دي چې هر څوک د هغوی په رڼا کې ازاد ژوند وکړي.
قوانین ټولو ته په یوه سترګه ګوري، څوک چې د قانون سترګه ړندوي مجرم دی.
ټولو خلکو ته د هغوی چې ځانونو ته مشران وايي، ښه او بد ډیر ښه معلوم دی.
حکومت هم ټولو وګړو ته یو ډول مسئولیت لري، د مور او میرې چلند د حکومت سره نه ښايي.
په نامه مشران یو او بل ته د ویلو څه نه لري، ځکه په وژلو او ویجاړولو کې یو له بله مخکې دي.
زموږ په وزیرو کې به خلکو ویل چې زړه مې پرې یخ شو. اوس د خدای د دښمنانو په ډیرو وژلو زړه نه یخیږي او د نورو په قومانده د هیواد په ویجاړولو او د نفاق په اچولو نه ستړي کیږي.
استاد قيام الدین خادم به ویل:
چیرته چې علم، نه په کاریږي
چیرته په فضل چې خلک ځوريږي
د رذائلو بازار چې تود وي
هلته به څنګه انسان لوېيږي
بیا وايي:
کاشکي خپل ځوان مو، وژلای نه وای
کاشکې خپل ځان مو، وژلای نه وای
کاشکې تکیه مو، په خپل ملت کړای
کاشکې افغان مو، وژلای نه وای
په اصطلاح مشرانو ته وايي:
رښتیا رښتیا چې ملت دې مړ کړ
خپل مخ دې تور او زموږ دې خړ کړ
ورځ د حساب او کتاب به راشي
ښه شو چې خپل ځان دې راته پړ کړ
((د دې ټولو ناخوالو د حل لاره په یووالي کې ده.))
(( یا به یknowو کیږو او یا به ورکیږو.))
د محترم متقاعد جنرال پر نوشته، لنډکی نقد:
جنرال صاحب لیکي:
((دا ځیني دومره احمق شي چې په ښکنځلو هم نه ارزي.))
((قوانین ټولو ته په یوه سترګه ګوري، څوک چې د قانون سترګه ړندوي مجرم دی.))
(( یا به یknowو کیږو او یا به ورکیږو.))
پورتنۍ جملې متحیري را ته و ایسیدې. لاندي په نوبت ور باندي غږیږم:
په لومړنۍ جمله کې لیکونکی په ناخود اګاه توګه د ښکنځل او ښکنځلمار په تړاو تحریص و تحریض را منځته کوي. آیا زموږ په ټولنه کې د ښکنځلمارو شمېر کم دي؟ د احمق توب لپاره محک پیداکولو ته رښتیا هم اړتیا لیدله کیږي؟
د هیواد د پوځ محترم متقاعد جنرال د پورته جملې په وجه لوستونکو ته څه پیغام رسول غواړي؟
دوهمه جمله یې د قوانینو د یوې سترګي کتل؟، د قانون د سترګې ړندول؟ او مجرم؟ په باب کښلې. ځیرک او د عمومې معلوماتو خاوند لوستونکی سر دواره پوهیږي، چې لیکونکي حقوقي مصطلحات ډېر عامیانه او په ناسم تعبیر یادوي. د سم فهم د تنکیس را منځته کولو خطر ورسره دی. په بله وینا له هغې حقوقي اصطلاح څخه چې پخپله لیکونکی سم تعبیر نه لري، نو لوستونکی به څه فهم تر لاسه کړي؟
د لیکونکي د پوهاوي لپاره یې یادونه کوم چې قانون سترګې نه لري، ړوند دی. خو د هیواد عدلي و قضایې ارګانونه، اړوندي اجرایوې ادارې، ور سره هم د مدافع و کیلان یا په ټول کې (the judicial system) د نړیوال دود و دستور له مخي د قانون د بینا کولو او یوشان تطبیقولو تکلیف په غاړه لري.
وروستۍ را نقل شوې جمله لوستونکی خواشینی کوي، ځکه تاند ته د نوشتې استونکی، پخپله د متن املایي و انشایي سمښت په تړاو بې پروا دی. اټکل کیږي چې نوشته د کم تعلمه فیسبوکیانو لپاره کښل شوې، تاند ته هم استول شوې ده.
پښتو ژبه او کابو اتیا ملیونه پښتانه د ګوتو په شمار نسبي معیاري ویبسایټونه لري، تاند لاهم د زیاتو کسانو له نظره د معیاري او په تول برابرو لیکنو له اړخه مخکښ یادیږي.
پکار نه ده چې د بې معیاره نوشتو او فیسبوکي یادښتونو په وجه د تاند بار تر دې هم دروند شي. لیکوالي له قومنداني سره په توپیر کې ده. ښه و دقیق لیکل تر ژور فهم ور هاخوا د لیکوالۍ سوچه هنر ته هم محتاجه ده. ځکه د هر چا تر وس تیره خبره ده. همدغه یې وجه ده چې مرحوم استاد شپون به په ښکاره نارې وهلې:
سم یې ولیکئ
که یې لیکلی نه شئ، نو یې مه لیکئ!
والسلام