سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د حزب اسلامي درې قومندانان او شل کسان یې له...

بدخشان کې د حزب اسلامي درې قومندانان او شل کسان یې له طالبانو سره یو ځای شول

تاند (شنبه د میزان ۵) د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، د حزب اسلامي درې قوماندانان له خپلو ۲۰ تنه نورو کسانو سره ددې ولایت په یاوان ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وايي، نن سهار د حزب اسلامي مشهور او پخوانی قومندان او ددغه ګوند د دوو نورو قومندانانو عوض خان او امان الدین په ګډون ۲۰ کسان یې له طالبانو سره یو ځای شول او یاوان ولسوالۍ اړوند حصاري کلي کې یې د طالبانو بیرغ پورته کړ.

په بدخشان کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ولایتي دفتر مسؤل ضیاءالدین واثق وايي، طالبانو ته تسلیم شوي د حزب اسلامي ارغندیوال څانګې اړوند کسان دي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي د بدخشان د یاوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو درې تنه قومندانان له ۶۰ کسانو سره یې یو ځای دوی ته تسلیم شوي دي.

خو د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند د طالبانو ددې ادعا په ردولو سره ویلي چې یادو کسانو د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غیر مسؤلو وسله والو په توګه فعالیتونه تر سره کول او له امنیتي ځواکونو سره هېڅ راز اړیکه نه لري.

یاوان د بدخشان ولایت یوه له نسبتا خوندي ولسوالیو څخه ده چې د راغستان او کوهستان ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی