Homeخبرونهکندهار کې پر یوه ماشوم د جنسي تيري په تور ۷ کسان...

کندهار کې پر یوه ماشوم د جنسي تيري په تور ۷ کسان نيول شوي

تاند (شنبه د میزان ۵) د کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار کې پر ۱۳ کلن ماشوم د جنسي تيري په تور ۷ کسان نيول شوي دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څو ورځې مخکې پر يوه ۱۳ کلن ماشوم تر ډله ييز جنسي تيري ورورسته چې له امله يې ياد ماشوم ساه ورکړه شپږ امنيتي سرتيري او يو بل ملکي کس نيول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي تورنو کسانو د لومړنیو تحقیقاتو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

تر دې د مخه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي وو چې دغه ماشوم ددې ولسوالۍ د کاریزک په سیمه کې د پولیسو د یوه قومندان ملا روزي لخوا په زور سره پوستې ته وړل شوی وو او وروسته پرې جنسي تیری شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...